نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان د پوهني وزارت وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر صاحب،مرستیال وزیر محترم مولوي سخاوالله صاحب او ورسره پلاوی تېره ورځ په یوځانګړي سفر هلمند ولایت ته راورسېدل. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاد پلاوي په تېرو دوه ورځو کي د هلمند د پوهني ریاست څخه لیدنه وکړه او د دې […]
د افغانستان د پوهني وزارت وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر صاحب،مرستیال وزیر محترم مولوي سخاوالله صاحب او ورسره پلاوی تېره ورځ په یوځانګړي سفر هلمند ولایت ته راورسېدل.
دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاد پلاوي په تېرو دوه ورځو کي د هلمند د پوهني ریاست څخه لیدنه وکړه او د دې ریاست د مسئولینو او د مدارسو او مکاتبو د استادانو سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبري وکړې.
د پوهني ریاست د کارونو او لاس ته راوړونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړ او د راتلونکي دپاره یې د تعلیمي او نورو اړینو مواردو په اړه لازمي لارښووني او سپارښتنې وکړې.
وروسته یې هلمند کي د یونېسیف ادارې د مسئولینو سره هم لیدنه وکړه.او د تعلیمي بهیر د مخ ته بیولو په اړه یې دیاد بنسټ هغه همکارۍ وستایلې چي د پوهني ریاست سره یې کړي دي.
ښاغلي منیر د یونېسیف ادارې د مسئولینو سره د خبرو پرمهال د هغوی څخه د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
نېټه:۱۴۴۳/۷/۷/ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.