نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هیواد د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حق.ان.ي نن زابل ولایت ته په رسمي سفر راغلي وو او دلته یې د زابل له والي الحاج ملا بسم الله عبدالله، امنیه قومندان ایوب اخندزاده د دولتي ادارو د رئیسانو قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په ولایت مقام کې وکتل […]
د هیواد د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حق.ان.ي نن زابل ولایت ته په رسمي سفر راغلي وو او دلته یې د زابل له والي الحاج ملا بسم الله عبدالله، امنیه قومندان ایوب اخندزاده د دولتي ادارو د رئیسانو قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په ولایت مقام کې وکتل .
په پیل کې د زابل والي الحاج ملا بسم الله عبدالله ښاغلي وزیر صاحب او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ورڅخه وکړه چې زابل ته یې سفر وکړ او د زابلي ولسونو شته ستونزې او غوښتنې یې ورسره شریکې کړې او هیله یې ورڅخه وکړه چې زابلیانو شته ستونزې دې د کابینې په مجلس کې د مشرتابه سره شریکې کړي .
ورپسې د زابل ولایت قومي مشرانو او دیني عالمانو هم خبرې وکړې وزیر صاحب ته یې ښه راغلاست ووایه او د دوي له تېر جهادي خدمت څخه یې د زړه له تله مننه وکړه او د زابلي ولسونو په استازولۍ یې د هر ډول همکارۍ ډاډ او اطمینان ورکړ او ژمنه یې ورسره وکړه چې ټول زابلي ولسونه د اوسني اسلامي نظام کلک ملاتړي دي او تل به یې ننګه او دفاع وکړي.
د هیواد د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر د زابل د والي قومي مشرانو او دیني عالمانو د خبرو اورېدو وروسته وینا وکړه او زیاته یې کړه چې زابل ته یې د سفر هدف د زابلي ولسونو شته ستونزې اورېدل دي او په دې ولایت کې د کډوالو د وضعیت څېړل او د څلور کلن ماشوم شهید حیدر له کورنۍ سره غم شریکي او مرسته کول وو.
نوموړي همدارنګه له زابلي ولسونو څخه غوښتنه وکړه چې د خپل نظام کلک ملاتړ دې وکړي او د نظام د پایښت او ښې حکومتولۍ د تحکیم لپاره دې د ولایتي ادارې د مسئولېنو سره خپلې نیکې مشورې شریکې کړي او هیچاته دې اجازه نه ورکوي چې د زابل د ولسونو په منځ کې نفاق ته لمن ووهي او د دوي تر منځ د ورورولۍ فضاء زیانمنه کړي .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.