د هیواد د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني پلاوي سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۵) د بهرنیو چارو وزارت په ستورې ماڼۍ کې له پاکستاني پلاوي سره د بهرنیوچاور د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ ناسته وشوه چي پکې د یاد وزارت اداري معین او ځنیو ریسانو هم ګډون درولود. پاکستانی پلاوی چې په بهرنیو چارو کې د دولت د وزیرې حنا رباني کر په […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۵) د بهرنیو چارو وزارت په ستورې ماڼۍ کې له پاکستاني پلاوي سره د بهرنیوچاور د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ ناسته وشوه چي پکې د یاد وزارت اداري معین او ځنیو ریسانو هم ګډون درولود.
پاکستانی پلاوی چې په بهرنیو چارو کې د دولت د وزیرې حنا رباني کر په مشرۍ راغلی وو په ترکیب کي یې د افغانستان لپاره خاص استازي محمد صادق خان او په کابل کي د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني  اوګن نور مسؤلین شامل وو.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو همسایه هیوادونو اړیکې یې د ولسونو اوسیمي په ګټه وبللي متقي صاحب په پاکستان د افغان بنديانو د خلاصون، یوبل هیواد ته د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې دسهولتونو د را منځته کولو، د تجارت او ترانزيټ په برخه کي د پرمختګ او چټکتیا په اړه پاکستاني لوري ته یادونې وکړې.
همداراز یې د تاپي، ټاپ، اورګاډي د لین او نورو لویو پروژو پیل کولو ته امادګي وښوده، د سیاسی اړیکو، اقتصادي ودې او امنیت په اړه یې د اسلامي امارت موقف څرګند کړ.
پاکستاني هیئت په پاکستان کي د افغان مهاجرینو سره د ښه سلوک، د تګ راتګ په لارو  او د ویزو په برخه کې د ستونزو د حل په باب د همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره د تجارت او ټرانزیټ د پیاوړتیا او پراختیا په هکله به لازم ګامونه پورته کړي. حنا رباني کر وویل، دا چي افغانستان او پاکستان دوه مسلمان همسایه هیوادونه دي او کلتوري مشترکات هم سره لري نو د دواړو هیوادونو حکومتونه باید یو بل سره همکاري وکړي او دوه اړخیزې عامه ګټې خوندي وساتي.
توافق وسو چي د دوه اړخيزو همکاريو لپاره به نوي ميکانيزمونه را منځته کيږي چي ټول مشترک فرصتونه او مسائل د خبرو اترو له لاري وڅيړل سي او پرمختګ لپاره کار وسي.
د ناستې په پای کي دواړو لوریو په راتلونکي کې د ګټورو او مثبتو ګامونو د اخیستلو او د ستونزو د هواري په اړه هوډ څرګند کړ.