د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د یوناما له مشرې سره پر اړینو موضوعاتو خبرې وکړې

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۱۸ نن د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې، آغلې روزا اتونباييفا، د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو له وزير، محترم مولوي امير خان متقي، سره وکتل. په دې کتنه کې د پاکستان له خوا له جبري را اېستل کيدونکو افغانانو سره د ياد هيواد د امنيتي دستګاه […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۱۸

نن د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې، آغلې روزا اتونباييفا، د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو له وزير، محترم مولوي امير خان متقي، سره وکتل.

په دې کتنه کې د پاکستان له خوا له جبري را اېستل کيدونکو افغانانو سره د ياد هيواد د امنيتي دستګاه د ناسم چلن،‏د افغانستان د حکومت او نړيوالو له خوا له راستنېدونکو سره د لنډمهالو او اوږدمهالو مرستو په اړه تفصيلي خبرې وشوې.

د بهرنيو چارو وزير وويل چې د پاکستان د حکومت له خوا د را اېستل کيدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کيږي، نغدي شتمنۍ يې په زور اخيستل کيږي او د منقولو شتمنيو،‏ټرانسپورټي وسايلو او ان څارويو د وړلو اجازه نه ور کول کيږي.

محترم متقي صاحب وويل په زرګونو کسان په عبوري نقطو کې د غيرموجه دلايلو له کبله د هر ډول اسانتياوو او خدمتونو پرته په شپو، شپو په یخ کي تر شنه اسمان لاندي انتظار ته اړ اېستل کيږي. نوموړي وويل چې پاکستان له بشري موضوعاتو.‏او مهاجرینو څخه د بېلابېلو موخو لپاره د ګټې اخيستلو هڅه کوي او په دې برخه کي حتی د خپل ولس او خپلو سیاسیونو او کار پوهانو خبرو او نظریاتو ته هم غوږ نه نیسي.

د بهرنيو چارو وزير همداراز د ا.ا.ا. له خوا د خپلو هيوادوالو د ښه راغلاست او مرستې له پاره پر نيول شويو تدابيرو رڼا واچوله.‏او ويې ويل چې خپل وطن ته د راستنېدونکو هيوادوالو د بيړنۍ او اوږدمهالې مرستې موضوع د حکومت په کچه تر ټولو ستر لومړيتوب دی او په دې برخې کې به هيڅ ډول امکانات و نه سپموي.

متقي صاحب غوښتنه وکړه چي د مهاجرینو دکړاو په اړه باید ټول نړیوال سازمانونه خپل مکلفیت اداکړي.‏د يوناما مشرې، آغلې روزا اتونباييفا، په خپلو خبرو کې وويل چې دوی وضعيت له نږدې څاري، اړوندې ادارې يې د مرستې له پاره په ساحې کې موجودې دي، او په دې اړه به د نړيوالو د پام را اړولو او مرستو را جلبولو له پلوه خپلو هڅو ته ادامه ور کړي.