د هند پرمختللې ”میګ-۲۱“ جنګي الوتکه لوېدلې او پیلوټ یې وژل شوی

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د هند یوې پرمختللې ”میګ ۲۱“ جنګي الوتکې نن ماښام سقوط کړی او پیلوټ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هندي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، دا جنګي الوتکه د هند او پاکستان د سرحد تر منځ د راجستان اړوند په جیسلمیر سیمه کې د روزنیز […]

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د هند یوې پرمختللې ”میګ ۲۱“ جنګي الوتکې نن ماښام سقوط کړی او پیلوټ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هندي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، دا جنګي الوتکه د هند او پاکستان د سرحد تر منځ د راجستان اړوند په جیسلمیر سیمه کې د روزنیز الوت پر مهال لوېدلې ده.

د جیسلمیر ایس پي ”اجې سینګ“ هندي خبري اژانس ته ویلي، یاده جنګي الوتکه د سام پولیس سټیشن لاندې د صحرا ملي پارک په سیمه کې غورځېدلې، ځایي پولیس سیمې ته رسېدلي او دمګړۍ د پېښې پلټنې روانې دي.

د هند هوایي عملې رسمي ټویټر پاڼې د خبر د تائیدولو سربېره ویلي، دا الوتکه نن ماښام په ځایي وخت ۸:۳۰ بجو لوېدلې، خو تر اوسه یې د غورځېدا لامل نه دی په ډاګه شوی.

د یادونې وړ ده چې دا له تېر یوه کال را په دېخوا ۲۱ مه جنګي الوتکه ده چې سقوط کوي، د هند حکومت د ۲۰۱۲ میلادي کال په مئ میاشت کې پارلمان ته ویلي و، چې له ۱۹۷۱ میلادي کال را په دېخوا تر ۲۰۱۲ میلادي کال پورې کابو ۴۸۲ ”میګ ۲۱“ جنګي الوتکې د پېښو ښکار شوې دي، چې له امله یې ۱۷۱ پیلوټان، ۳۹ ملکيان، ۸ تنه خدمتي پرسونل او د هوایي عملې یو تن وژل شوي دي.