د هلمند ښاروال د لويو لارو د پلونو جوړولو په موخه ولسواليو ته سفر وکړ

د هلمند ښاروال الحاج احمد سعيد انصاري صاحب د اورښت له امله هغه تخریب سوي پلچکونه ترمیموي چي ګڼ شمیر هیوادوال یې د ستونزو سره مخ کړی وه. ښاغلي انصاري تېره شپه ناوخته د هلمند والي طالب مولوي صاحب په هدايت ګرشک ولسوالۍ په لور حرکت وکړ ترڅو دکندهار، هرات د لوی لاري يو شمير […]

د هلمند ښاروال الحاج احمد سعيد انصاري صاحب د اورښت له امله هغه تخریب سوي پلچکونه ترمیموي چي ګڼ شمیر هیوادوال یې د ستونزو سره مخ کړی وه.

ښاغلي انصاري تېره شپه ناوخته د هلمند والي طالب مولوي صاحب په هدايت ګرشک ولسوالۍ په لور حرکت وکړ ترڅو دکندهار، هرات د لوی لاري يو شمير پلونه او پلچکونه چي د يادي ولسوالۍ په محدوده کي تخریب سوي وه و رغوي.
تېره شپه او نن د ورځي په جريان کي بيلا بيل پلونه او پلچکونه ورغول سوه چي د هيواد والو د تګ او راتګ لپاره اماده سوه.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱ هـ ق.