د هلمند پوهني ریاست کي نوي ګمارل سوو کار کوونکو په دنده پیل وکړ:

  د هلمند پوهني ریاست اړوند د بېلابیلو بستونو لپاره ۲۹ تنه نوي ګمارل سوو مامورینو او امرینو په خپله دنده پیل وکړ. د پوهني وزارت د محترم مقام په منظورۍ د هلمند پوهني ریاست اړوند د عمومي زده کړو آمر، د مالي او اداري چارو آمر، د ولسوالیو د پوهني آمرین او د نظارت […]

 

د هلمند پوهني ریاست اړوند د بېلابیلو بستونو لپاره ۲۹ تنه نوي ګمارل سوو مامورینو او امرینو په خپله دنده پیل وکړ.
د پوهني وزارت د محترم مقام په منظورۍ د هلمند پوهني ریاست اړوند د عمومي زده کړو آمر، د مالي او اداري چارو آمر، د ولسوالیو د پوهني آمرین او د نظارت او څارني آمرین او ځیني نور مامورین نن د هلمند ولایت د پوهني د رئیس مولوي محمد عوض انصاري له لوري معرفي او پخپلو کارونو یې پیل وکړ.

د هلمند د پوهني رئیس نوي ګمارل سوي کارکوونکو ته وویل: دا ستاسي ټولو دیني مسؤلیت دی تر څو د علم او پوهي په رسولو کي خپل تروسه نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړئ، د ناپوهۍ او جهالت دروازې وتړۍ او د دیني او عصرو زده کړو دروازې د خپلو هیوادوالو پرمخ خلاصي کړئ.

همداراز محترم انصاري صاحب زیاته کړه چي ددغه ګمارل سوو کارکوونکو د ګمارلو څخه یې موخه داده چي د پوهني ریاست اړوند فعالیتونو کي لا چټکتیا رامنځته سي.
نوي ګمارل سوو کسانو ژمنه وکړل چي خپل مسؤلیت به په ښه توګه سرته رسوي، په خپلو دندو کي به غفلت نه کوي او د علم او پوهي په رسولو کي به نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي.

د یادوني وړ ده چي دغه نوي ګمارل سوو کارکوونکو ته د دندو تر پیلولو مخکي د اداري کارونو سره د بلدتیا په موخه سیمینار وړاندي سوی وو.

نېټه: ۱۴۴۳/۷/۱۱ هـ ق