نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره شپه ناوخته د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د خواجه بابا غونډۍ په سیمه کي د ناصر په نامه یو ۱۹ کلن ځوان څلور مرمۍ ویشتل سوی او په قتل رسېدلې دی. قتل سوی ځوان د محمد نور زوی او د سید نور لمسی دی او په دغه ولسوالۍ کي دوکاندار وو تیره […]
تېره شپه ناوخته د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د خواجه بابا غونډۍ په سیمه کي د ناصر په نامه یو ۱۹ کلن ځوان څلور مرمۍ ویشتل سوی او په قتل رسېدلې دی.
قتل سوی ځوان د محمد نور زوی او د سید نور لمسی دی او په دغه ولسوالۍ کي دوکاندار وو تیره شپه د خپلو ملګرو سره د مجلس لپاره د هغوی کوټې ته ورغلی کله چي د مجلس تر ختمېدو وروسته د کور پر طرف روان سوی په لار کي د نامعلومو کسانو له لوري څلور مرمۍ ویشتل سوی چي په نتیجه کي یې یاد ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د یادي پيښي په تړاو ۶ کسان نیول سوي چي پر دغه کسانو د وژل سوي کس وروڼو د خپل ورور د قتل ادعا کړې، خو نیول سوو کسانو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.
د نیول سوو کسانو او یادي پیښي په تړاو د ناوې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ اړوند د جنائي جرمونو سره د مبارزې امریت د مسؤلینو له لوري جدي څېړني رواني دي چي دوسیه به یې تر بشپړېدو وروسته محکمې ته وسپارل شي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۵ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.