د هلمند ولایت د پوهني رئیس د زمینداور ولسوالۍ له ښوونځیو څخه لیدنه وکړه

  نن د هلمند ولایت د پوهني رئیس مولوي محمد عوض (انصاري) د یوه ګډ هیئت په ملتیا چي پکښي د پوهني ریاست مالي او اداري مرستیال حافظ عبدالرزاق (حکیمي) او د شوراګانو مدیر عبدالکریم (افغان) هم شامل وه د زمینداور ولسوالۍ د ښوونځیو څخه لیدنه وکړه. د پوهني د رئیس په مشرۍ یاد هیئت […]

 

نن د هلمند ولایت د پوهني رئیس مولوي محمد عوض (انصاري) د یوه ګډ هیئت په ملتیا چي پکښي د پوهني ریاست مالي او اداري مرستیال حافظ عبدالرزاق (حکیمي) او د شوراګانو مدیر عبدالکریم (افغان) هم شامل وه د زمینداور ولسوالۍ د ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.

د پوهني د رئیس په مشرۍ یاد هیئت د زمینداور ولسوالۍ د ښوونځیو د درسي بهیر د ارزولو، د زده کوونکو او ښوونکو د ستونزو او مشکلاتو د اورېدو او د یادو ښوونځیو د فعالیتونو د څارني په موخه له دغه ښوونځیو څخه نظارت وکړ.

د پوهني رئیس محترم انصاري صاحب د یادو ښوونځیو د مسؤلینو، زده کوونکو او ښوونکو سره مفصل بحثونه وکړل، ددوی څخه یې په ښوونځیو کي د درسي بهیر په وړاندي د شته خنډونو په اړه پوښتني وکړې، ددوی ستونزي او مشکلات یې واورېدل او د یادو ښوونځیو ښوونیز او روزني بهیر یې ارزیابي کړ.

ښاغلي انصاري وویل چي د پوهني ریاست به د خپلو ټولو امکاناتو په کار اچولو سره هڅه وکړي ترڅو د زمینداور په شمول د هلمند د ټولو ولسوالیو د ښوونځیو د درسي بهیر په وړاندي د شته ستونزو د هواري په هدف نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۲ هـ ق