د هلمند ولایت د شپې عالي لیسې نوي مدیر په دنده پیل وکړ:

  تېره ورځ د هلمند د پوهني رئیس مولوي محمد عوض انصاري چي د مختلفو ادارو رئیسانو او استازو یې ملتیا کول د یوې غونډي په ترڅ کي د هلمند ولایت د شپې عالي لیسې ته نوی مدیر حافظ مولوي شریف الله شرافت معرفي کړ. دغه معرفت غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په […]

 

تېره ورځ د هلمند د پوهني رئیس مولوي محمد عوض انصاري چي د مختلفو ادارو رئیسانو او استازو یې ملتیا کول د یوې غونډي په ترڅ کي د هلمند ولایت د شپې عالي لیسې ته نوی مدیر حافظ مولوي شریف الله شرافت معرفي کړ.

دغه معرفت غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه وروست د هلمند د پوهني رئیس خبري وکړې او د یادي لیسې د مخکني مدیر عنایت الله الکوزي کړني یې وستایلې او نوي رئیس حافظ مولوي شریف الله شرافت ته یې د مبارکۍ تر څنګ دې لیسه کي د ښه نظم،  زده کوونکو  سره  ښه سلوک، د یادي لیسې ښوونکو سره په همږغۍ او مخکني مدیر د تجربو څخه په ګټه اخیستني سره د کارونو د دوام سپارښتنه وکړل.

د پوهني رئیس ددغه لیسې زده کوونکو ته په وینا کي وویل چي هلمند د پوهني ریاست پوره هڅه کړې ده چي زده کوونکو ته د زده کړي مناسب چاپیریال رامنځته کړي تر څو زده کوونکي په ارام ذهن خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، همداراز یې د هلمندي زده کوونکو او محصلینو څخه غوښتنه وکړل چي خپلو زده کړو ته زیاته پاملرنه وکړي، استادانو ته درناوي ولري د لیسو او ښوونځیو چاپیریال او نظافت ته خاصه پاملرنه وکړي.

د یادي عالي لیسې نوي مدیر حافظ مولوي شریف الله شرافت په نننۍ غونډه کي زده کوونکو  ته ډاډ ورکړ چي ستونزو ته به یې پروخت رسیده ګي کوي او ددوی ستونزي او مشکلات به تر لوړ پوړو مسؤلینو پوري رسوي.
همدا راز ښاغلي شرافت د پوهني له رئیس څخه مننه وکړل چي د پوهني د بهیر پیاوړتیا ته کار کوي او دغه راز یې زیاته کړه چي په ټول توان سره به د یادي لیسې د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره کار کوي تر څو په یادي لیسې کي پرتې ستونزي حل سي.
یاده معرفت غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېدل.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۴ هـ ق