نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د روان هجري لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲ مه نیټه د یک شنبې په ورځ د هلمند ولایت د دولتي ادارو د ځینو مسؤلینو د شکایاتو مسؤل محترم مولوي صاحب نقشبندي، د شکایاتو د پلاوي مسؤل حاجي ملا آغا صاحب، د اپراسیون مرستیال قاري صاحب عبدالرشید خبیب ، د جلب او جذب […]
د روان هجري لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲ مه نیټه د یک شنبې په ورځ د هلمند ولایت د دولتي ادارو د ځینو مسؤلینو د شکایاتو مسؤل محترم مولوي صاحب نقشبندي، د شکایاتو د پلاوي مسؤل حاجي ملا آغا صاحب، د اپراسیون مرستیال قاري صاحب عبدالرشید خبیب ، د جلب او جذب استازي مولوي سیدغلام، د امربالمعروف مرستیال سعد مولوي صاحب، د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ د پیژند مدیر مولوي عبدالقیوم حافظ ارشاد، د استخباراتو د کورني امنیت مسؤل مولوي عبدالصمد منصوري او ددې ولایت د امنیه قومندانۍ د اداري مرستیال مولوي صاحب بصري په کې ګډون کړی وو ددې ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو د رئیس محترم مولوي عبدالهادي حماد په مشرۍ جوړه شوه.
غونډه د مولوي صاحب نظیراحمد له خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پيل شوه
وروسته مولوي صاحب نقشبندي د افغانستان د اسلامي امارت د موخو او پالیسیو د تشریح او توضیح او د غونډې د ګډونوالو د پیژندګلوی په اړه هراړخیزه وینا وکړه
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس محترم مولوي عبدالهادي حماد د غونډې ګډونوالو ته د هرکلي او ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د اسلامي امارت د موخو او پالیسیو سره سمه وینا وکړه
مولوي صاحب حماد زیاته کړه د افغانستان خلک غیرتي او سوله غوښتونکي ولسونه دي او دې ولس چې په تیرو ۴۰ کلونو کې کومې ستونزې او ستړیاوې زغملي په ډیر صبر او زغم سره یې تحمل کړي دي او اوس چې د الله ج په فضل او نصرت سره د افغانستان اسلامي امارت د ولس په مرسته او همکارۍ بریالی شوی دی نو زما په ګډون ټول مسوولین هڅه او کوښښ کوي چې د خلکو او ولس نظرونو، وړاندیزونو او غوښتنو ته غوږ ونیسي او د دوی شته ستونزې او غوښتنې په یووالي ، اتفاق او ورورولۍ سره حل او فصل کړي موږ د افغانستان ټول ولس ته که هزاره، تاجک ، ازبیک او پښتانه ورونه او که په هیواد کې نور میشت قومونه دي احترام او درناوې لرو او امیرالمؤمنین د افغانانو د پت او عزت د ساتلو لپاره عمومي عفوه اعلان کړی ده چې عملي کیدل یې پر موږ ټولو لازمه ده موږ ستاسي باداران نه یو بلکې ستاسې خادمان یو ددې ریاست دروازه تل ستاسی پرمخ خلاصه ده او زه ستاسی په خدمت کې یم
د غونډې په بله برخه کې مولوي آغا، حاجي محمد صدیق ذاهدي او معلم صاحب شیرمحمد په خپل وار سره خبرې وکړې او د اسلامي امارت د ملاتړ ترڅنګ یې د سرحدونو او قبایلو چارو له ریاست سره د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه غونډه په هیواد کې د اسلامي نظام د ټینګښت او ولس د غوره خدمت په دعا سره پای ته ورسیده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.