د هلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو لپاره ټاکل شوي پلاوي دخپل سفر په۳ورځ په سنګین ولسوالۍ کي د یو شمېر حقوقي دعواؤ څېړنه ترسره کړه

د هلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو د دوهم ځل نظارت لپاره ټاکل سوي پلاوي دخپل سفر په دریمه ورځ په سنګین ولسوالۍ کي د یو شمېر حقوقي دعواؤ څېړنه ترسره کړه د دغه پلاوي مشري چي د ولايت مقام استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب کوي په څنګ کي ورسره د امنيه قومندانۍ، استخباراتو […]

د هلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو د دوهم ځل نظارت لپاره ټاکل سوي پلاوي دخپل سفر په دریمه ورځ په سنګین ولسوالۍ کي د یو شمېر حقوقي دعواؤ څېړنه ترسره کړه

د دغه پلاوي مشري چي د ولايت مقام استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب کوي په څنګ کي ورسره د امنيه قومندانۍ، استخباراتو رياست، مرافعه محکمې، عامي روغتيا رياست، اطلاعاتو او فرهنګ رياست، تعليم او تربيې، امرباالمعروف رياست، دلښکرګاه ښاروالۍ او د محابسو ادارې استازي هم  شامل دي د درو ورځو په جریان کي يې دسنګين ولسوالۍ د هر اړخیز وضعیت دڅېړني او نورو ستونزو دحل کولو ترڅنګ، تېره ورځ یوشمېر حقوقي دعوې هم په سوله ییز ډول حل او فصل کړې.

دبیلګي په توګه دیاد پلاوي په هلو ځلو دڅاروان کلا دپوزې په سیمه کي دڅو کورنیو ترمنځ دځمکي پرسر راولاړه سوې شخړه، چي دکلونو راهیسي یې جریان درلود او په نتیجه کي یې څو ځله ضرب اوجرحه هم رامنځ ته سوې وه په سوله ییز ډول حل او د یادو کورنیو ترمنځ دُښمني د تل لپاره پای ته ورسېدل.

همداراز یې د یو شمیر نورو حقوقي موضوعاتو چي له ډېره وخته یې جریان درلود د حل په موخه دسیمي د دیني عالمانو اوقومي مشرانو څخه یوه کمېټه وټاکل سوه ترڅو یاد موضوعات په سوله ییز ډول حل اوفصل کړي اودجانبینو ترمنځ دُښمنۍ ته د پای ټکی کښېږدې.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۸ هــ ق