د هلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو د نظارت لپاره ټاکل سوي باصلاحيته پلاوي د تفتيش او نظارت دوهم پړاو پيل کړ

دغه ټاکل سوی پلاوی چي مشري يې د ولايت مقام استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب کوي او په ترکيب کي يې د امنيه قومندانۍ، استخباراتو رياست، مرافعه محکمې، لښکرګاه ښاروالۍ، عامي روغتيا رياست، اطلاعاتو او فرهنګ رياست، تعليم او تربيې، امربالمعروف رياست او د محابسو ادارې استازي شامل دي تېره ورځ بيا د شمالي […]

دغه ټاکل سوی پلاوی چي مشري يې د ولايت مقام استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب کوي او په ترکيب کي يې د امنيه قومندانۍ، استخباراتو رياست، مرافعه محکمې، لښکرګاه ښاروالۍ، عامي روغتيا رياست، اطلاعاتو او فرهنګ رياست، تعليم او تربيې، امربالمعروف رياست او د محابسو ادارې استازي شامل دي تېره ورځ بيا د شمالي ولسواليو څخه د نظارت دوهم پړاو په سنګين ولسوالۍ کي عملا پيل کړ.

 

دغه پلاوی چي درې مياشتي مخکي يې هم د ۸ شمالي ولسواليو څخه د تفتيش او نظارت په موخه د يادو ولسواليو د قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځايي مسؤلينو او مجاهدينو سره جلا جلا مجلسونه ترسره کړي وه، د عامو خلګو ګڼ شمېر ستونزي يې هم هلته حل کړي وې پاته نوري يې د ولايت مقام او عالي ادارې سره شريکي کړي وې، نوموړي پلاوي د خپل تېر نظارت په تعقيب تېره ورځ په سنګين ولسوالۍ کي د دوهم ځل لپاره د نظارت او ارزوني لړۍ پيل کړه.

 

د يادوني وړ ده چي یاد پلاوی به د تېر په څېر د هلمند په ټولو شمالي ولسواليو کي د نظارت او ارزوني چاري بشپړوي او راپور به يې د ولايت مقام او عالي ادارې سره شريکوي.

 

نېټه؛ ۱۴۳۳/۶/۶ هــ ق