د هلمند ولايت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسواليو د نظارت لپاره ټاکل سوي باصلاحيته هیئت د بهرامچې ولسوالۍ د تفتيش او نظارت چاري ترسره کړې.

د هلمند ولايت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسواليو د نظارت لپاره ټاکل سوي باصلاحيته هیئت د بهرامچې ولسوالۍ د تفتيش او نظارت چاري ترسره کړې. د ولايت مقام لخوا ټاکل سوي ګډ هيئت چي مشري يې د هلمند والي مشاور شريف مولوي صاحب کوي د خپل سفر په جريان کي تېره ورځ د […]

د هلمند ولايت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسواليو د نظارت لپاره ټاکل سوي باصلاحيته هیئت د بهرامچې ولسوالۍ د تفتيش او نظارت چاري ترسره کړې.

د ولايت مقام لخوا ټاکل سوي ګډ هيئت چي مشري يې د هلمند والي مشاور شريف مولوي صاحب کوي د خپل سفر په جريان کي تېره ورځ د هلند ولايت د بهرامچې سرحدي ولسوالۍ څخه د نظارت او تفتيش چاري بشپړي کړې.

په ياد باصلاحيته پلاوي کي چي د والي د مشاور ترڅنګ د ګڼو نورو رياستونو استازي لکه د امنيه قومندانۍ، استخباراتو رياست، محاکمو، محابسو، تعليم او تربيې، لښکرګاه ښاروالۍ، صحت، اطلاعاتو او فرهنګ رياست او امر باالمعروف ریاست هم شامل وه، تېره ورځ یې د بهرامچې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره وليدل د هغوی څخه يې د بهرامچې ولسوالۍ د شته ستونزو، اړتياوو او د ځايي مسؤلينو او مجاهدينو د چلند په اړه څېړني وکړې چي په پايله کي يې عامو خلګو له دوی سره د بهرامچې ولسوالۍ ټولي ستونزي شريکي کړې وروسته پلاوو له قاضيانو سره وليدل او د ځينو زندانيانو دوسیې يې وڅېړلې چي په پايله کي د دوسيو تر څېړلو وروسته د ګډ هيئت په توافق ۳ تنه زندانيان خوشي سوه.

همدارنګه دغه استازو د بهرامچې ولسوالۍ له ديني عالمانو سره هم وکتل د دوی ستونزي او غوښتني يې واورېدلي او علما‌ءکرامو ته يې ډاډ ورکړ چي ددوی ستونزي او غوښتني به تر ولايتي ادارې پوري رسوي، د علما‌ءکرامو سره ترمجلس وروسته ياد پلاوي د بهرامچې ولسوالۍ له سرحداتو، ډيورنډ فرضي کرښي او پر ياده کرښه باندي د دوو جوړو سوو غيري رسمي دروازو څخه هم ليدنه وکړل.

ياد ګډ پلاوی به د خپل سفر ټول راپور، د خلګو ستونزي، غوښتني، دعوې، له خلګو سره د ځايي مسؤلينو د چلند او په بهرامچي ولسوالۍ کي شته ستونزي او اړتياوي له ولايتي او عالي ادارې سره شريکي کړي.

د يادوني وړ ده چي نوموړی پلاوی د بهرامچې ولسوالۍ تر نظارت وروسته د ديشو ولسوالۍ د نظارت لپاره يادي ولسوالۍ ته سفر پيل کړ.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۵/۷ هـ ق