د هلمند ولايت دکډوالو چارو رئیس په هلمند ولايت کي میشت خیریه مؤسساتو د مسولینو سره ولیدل:

  نن چهارشنبه د هلمند ولايت کډوالو چارو رياست رئیس محترم مولوي الله داد انقیادي صاحب هلمند ولايت کي مېشت خیریه مؤسساتو له مسولینو سره د خپل کار په دفتر کي ناسته وکړه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چی په یاده ناسته کي د موسیساتو د مسئولینو سره هلمند کي د جنګ ځپلو،وچکالۍ ځپلو او […]

 

نن چهارشنبه د هلمند ولايت کډوالو چارو رياست رئیس محترم مولوي الله داد انقیادي صاحب هلمند ولايت کي مېشت خیریه مؤسساتو له مسولینو سره د خپل کار په دفتر کي ناسته وکړه.
دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چی په یاده ناسته کي د موسیساتو د مسئولینو سره هلمند کي د جنګ ځپلو،وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو سره د مرستو د کولو غوښتنه او د هغو پر شفافیت ټینګار وسو. ښاغلي انقیادي وویل چي په دا وروستیو کلونو کې هلمندي ولسونه او په ځانګړي ډول د شمالي او جنوبي هلمند ولسونه د سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وه او دي.هغه زیاته کړه چي یاد ولسونه زیات اړمن،بې وزلي او د بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د مؤسساتو مسئولینو د سروې د چټکۍ او هلمند او په ځانګړي ډول شمالي او جنوبي هلمند کي ژر تر ژره د سروېګانو د شروع کېدلو په اړه اطمینان ورکړ.هغو وویل چي د روژې مبارکې میاشتې کي به د هلمندي ولس سره د ژوند لمړنیو خوراکي او غیري خوراکي توکو برابرولو کي مرسته وکړي.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۷ هــ ق