نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
وړمه ورځ دوشنبه غرمه شاوخوا ۱۱ یولس بجې د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالۍ لوړ دېزور سیمه کي یو درې کلن ماشوم د برمې ژور ۹۳ متره څاه ته ولوېدی. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکړ چي د پېښي په لمړیو شېبو کي دموسی قلعه ولسوال حاجي فضلي صاحب،نور ځايي مسئولین او ولسي خلګ سیمي […]
وړمه ورځ دوشنبه غرمه شاوخوا ۱۱ یولس بجې د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالۍ لوړ دېزور سیمه کي یو درې کلن ماشوم د برمې ژور ۹۳ متره څاه ته ولوېدی.
دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکړ چي د پېښي په لمړیو شېبو کي دموسی قلعه ولسوال حاجي فضلي صاحب،نور ځايي مسئولین او ولسي خلګ سیمي ته ورسېدل او سیمیز تخنیکونه یې په کار واچول ترڅو ماشوم وژغوري. وروسته د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب،د استخباراتو رئیس محترم ابوخالد صاحب،د اطلاعاتو فرهنګ رئیس حافظ راشد هلمندی،دبرېښنا رئیس حافظ هدایت الله او همدارنګه د کندهار او دهلمند دنورو سیمو څخه کاري، تخنیکي او صحي ټیمونه سیمي ته ورسېدل او د خپل توان ترحده یې هڅي او کوښښونه وکړه چي ماشوم وژغوري. خو متاسفانه چي په هفه ورځ مازدیګر مهال څرګنده سوه چي ماشوم خپل ژوند دلاسه ورکړی دی او په شهادت رسېدلی دی. انالله واناالیه راجعون.
وروسته مسئولینو ټوله شپه او پرون ورځي تر ناوخته پوري هڅه وکړه چي دشهید سوي ماشوم جسد د برمې څخه راوباسي خو متاسفانه چي د ټولو هڅو سره سره بیا هم د جسد په را ایستلو ونه توانېدل.
بالاخره د هلمند ولایت والي د موسی قلعه ولسوالۍ د محترم قاضي مولوي عبدالستار صاحب او محترم مفتي حمدالله حمیدي صاحب او نورو علماء کرامو،مسئولینو او د ماشوم د کورنۍ سره په مشوره او توافق داسي فیصله وکړه چي ماشوم به نور همدې برمې کي دفن کېږي او د برمې شاوخوا شل جریبه مځکه به د مقبرې لپاره وقف کېږي او دا مقبره به د شهید سوي ماشوم زین الله جان په نوم باندي ونومول سي.
چي همداسي فیصله وسوه او ماشوم باندي د جنازې لمونځ اداء او د والي صاحب له لوري د شل جریبه مځکي دمقبرې لپاره د وقف کولو امر صادر او د اجراء لپاره د موسی قلعه ولسوالۍ ولسوال محترم حاجي فضلي صاحب ته ورکړل سو.
د ماشوم د کورنۍ سره د ولایت مقام له خوا نغدي او د سرې میاشتي له خوا د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته هم ترسره سوه.
نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۷ هــ ق
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.