نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولایت مستوفیت د تیرو دوو اونیو په جریان کي ددغه عایداتي سرچینو څخه لکه: د صرافانو مالیه، د اصنافو ثابته مالیه، د کارکوونکو د معاشاتو موضوعي مالیه، پر عایداتو باندي مالیه، د کرایې موضوعي مالیه، پر انتفاعي معاملو مالیه، د سوداګریزو جوازونو مالیه، د بهادارو اسنادو خرڅلاو، د پېژندپاڼو فیس، د ترافیکي […]
د هلمند ولایت مستوفیت د تیرو دوو اونیو په جریان کي ددغه عایداتي سرچینو څخه لکه: د صرافانو مالیه، د اصنافو ثابته مالیه، د کارکوونکو د معاشاتو موضوعي مالیه، پر عایداتو باندي مالیه، د کرایې موضوعي مالیه، پر انتفاعي معاملو مالیه، د سوداګریزو جوازونو مالیه، د بهادارو اسنادو خرڅلاو، د پېژندپاڼو فیس، د ترافیکي لایسنسونو عواید، د شهادتنامو عواید، د پاسپورټونو عواید، د محاکمو عواید او د قردادونو له مدرکه د تیرو دوو اونیو په جریان کي ۹۵۶۶۱۲۲ نهه میلونه پنځه لکه شپږشپېه زره یو سل او دوه ویشت افغانۍ عواید راټول کړي.
د هلمند مستوفیت ریاست مسؤلین د ټولو مالیه ورکوونکو او عایداتي سرچینو له مسؤلینو څخه غوښتنه کوي چي خپل مالیات او عایدات پر ټاکلي وخت تحویل کړي، ترڅو د افغانستان اسلامي امارت د عمومي عوایدو کچه لوړه سي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۵ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.