نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د مستوفیت نظامي ګروپ ته د مستوفیت ریاست د غونډو په تالار کې د عامه پوهاوي یو ورځنۍ ورکشاپ دایر شو د دې ورکشاپ موخه د مستوفیت اهدافو ، دندو، مسؤلیتونو او خلګو سره ښه چلند کولو په موخه ترسره سوو. ننۍ ورکشاپ د قرانکریم په مبارکو ایاتو سره پیل سوو د مستوفیت […]
د مستوفیت نظامي ګروپ ته د مستوفیت ریاست د غونډو په تالار کې د عامه پوهاوي یو ورځنۍ ورکشاپ دایر شو
د دې ورکشاپ موخه د مستوفیت اهدافو ، دندو، مسؤلیتونو او خلګو سره ښه چلند کولو په موخه ترسره سوو.
ننۍ ورکشاپ د قرانکریم په مبارکو ایاتو سره پیل سوو
د مستوفیت ریاست د عوایدو آمریت د مالیاتو ابتدایي سنجش عمومي مدیر احمدجان پویا د دې ورکشاپ په جوړولو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د داسي ورکشاپونو ترسره کول ډېر اړین دي د ده په خبره چې خلګو ته د پوهاي کچه باید پراخه سي تر څو د مستوفیت کارکونکي په لږ وخت کې زیات کار وکړي
ښاغلي پويا همداراز د هلمند مستوفیت د عوایدو آمریت د عمده دندو او کارونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل، چې په دې معلوماتو کې د مالیاتو د قانون، مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو او د عوایدو د خدماتو سیستم (TIN) پکښې شامل وه.
د دې ریاست مالي آمر توریالي نورزي د هلمند مستوفیت د مالي آمریت د عمده دندو او په ټوله کې د مالي چارو په اړه ګډونوالو ته معلومات او عامه پوهاوی ورکړ.
د عوایدو په برخه کې د هلمند مستوفیت سلاکار مولوي جمیل احمد اجمل بیا د مالیې وزارت د اهدافو، کړنو او فعالیتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
ښاغلي اجمل د دې ورکشاپ په ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه هغه مالیه ورکوونکي چې د ماليې په ورکړه کې له ستونزو سره مخ وه ستونزې به یې حل او شفافیت به رامنځته سي.
د هلمند مستوفي الحاج مولوي عبدالرب حنیف نصري صاحب په وروستیو کې د نظامي ګروپ د فعالیتونو ارزونه وکړه او د دې ترڅنګ یې هغوی ته له مراجعینو سره د ښه چلند او د هلمند مستوفیت د کړنو په اړه د پوهاوي په تړاو لازمې لارښوونې وکړې.
ښاغلي الحاج مولوي عبدالرب حنیف نصري زیاته کړه چې ډېر ژر به ټولو مالیه ورکوونکو ته د مالیاتو په ورکړه کې سهولتونه او اسانتیاوې رامنځته سي ترڅو مالیه ورکوونکي خپل مالیات په ډیري اسانۍ او شفافیت سره دولت ته تحویل او سند ترلاسه کړي.
د یاودلو ده چې داسي ورکشاپونه په نورو ریاستونو کې هم ترسره شوي دي چې ډېر ګټور تمام شوي دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.