د هلمند مستوفیت د تیري اونۍ د عوایدو راپور:

  د هلمند ولایت مستوفیت د تیري یوې اونۍ په جریان کي ددغه عایداتي سرچینو څخه لکه: د اصنافو ثابته مالیه، د کارکوونکو د معاشاتو موضوعي مالیه، پر عایداتو باندي مالیه، د کرایې موضوعي مالیه، پر انتفاعي معاملو مالیه، د سوداګریزو جوازونو مالیه، د دولتي کورونو کرایې،د د بهادارو اسنادو خرڅلاو، د ترافیکي لایسنسونو، د […]

 

د هلمند ولایت مستوفیت د تیري یوې اونۍ په جریان کي ددغه عایداتي سرچینو څخه لکه: د اصنافو ثابته مالیه، د کارکوونکو د معاشاتو موضوعي مالیه، پر عایداتو باندي مالیه، د کرایې موضوعي مالیه، پر انتفاعي معاملو مالیه، د سوداګریزو جوازونو مالیه، د دولتي کورونو کرایې،د د بهادارو اسنادو خرڅلاو، د ترافیکي لایسنسونو، د شهادتنامو، د راډیویي او تلویزیوني اعلاناتو، د پاسپورټونو عواید، د محاکمو او نورو سرچینو څخه د تیري یوې اونۍ په جریان کي ۲۵۵۲۶۶۲ دوه میلیونه پنځه لکه دوه پنځوس زره شپږسوه دوه شپېته افغانۍ عواید راټول کړي.

د هلمند مستوفیت ریاست مسؤلین د ټولو مالیه ورکوونکو او عایداتي منابعو له مسؤلینو څخه غوښتنه کوي چي خپل مالیات پر ټاکلي وخت تحویل کړي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۵ هـ ق