نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون شنبه د هلمند لپاره د لوړو زده کړو وزارت استازي ډاکتر سمیع الله سعید او ورسره مل پلاوي د وادي هلمند او ارکوزیا خصوصي پوهنتونونو له روانو تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه. ښاغلي سعید د یادو خصوصي پوهنتونونو له مسؤلینو څخه مننه وکړه چي د اسلامي امارت له تګ وروسته یې […]
پرون شنبه د هلمند لپاره د لوړو زده کړو وزارت استازي ډاکتر سمیع الله سعید او ورسره مل پلاوي د وادي هلمند او ارکوزیا خصوصي پوهنتونونو له روانو تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي سعید د یادو خصوصي پوهنتونونو له مسؤلینو څخه مننه وکړه چي د اسلامي امارت له تګ وروسته یې په ټولو چارو کي د پام وړ مثبت تغیر راغلی او له یادو مسؤلینو یې وغوښتل چي په تدریسي او اداري چارو کي د کیفیت لوړاوي لپاره د ټولو علمي معیارونو بشپړولو، او د زنانه محصلینو لپاره د مصؤون او خوندي درسي چاپیریال برابرولو کي دي د لوړو زده کړو د معیارونو مطابق خپل مسؤلیت لا نور هم ادا کړي.
سعيد صاحب د اړونده پوهنتونونو د مسؤلینو په ملتيا تدريسي ټولګو ته ورغلی، د محصلینو سره یې خبري وکړې.
د هغوی ستونزي او غوښتني یې له نژدې واوریدلې او محصلینو سره یې د پوره همکارۍ او پیاوړي درسي چاپیریال د برابرولو ژمنه وکړه.
ښاغلي سعيد د محصلینو سره په خبرو کي د لوړو زده کړو اهمیت ته په اشارې سره وویل :
لوړي زده کړي او عالي تحصیلات زموږ د هيواد او ملت د بقا او پايښت غوره راتلونکی تضمينوي او موږ د نورو هیوادونو له احتیاجه خلاصوي نو اړتیا ده چي د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره پوره پوره هڅه وکړو .
نوموړي د لوړو زده کړو په اړه د محصلينو وروستيو تشويشونو او ستونزو ته په کتني، وويل چي لوړي زده کړي به د ديني زده کړو په ملتيا د هيواد غوره راتلونکی تضمين کړي.
سعيد محصلين هم تشويق کړه ترڅو خپلو درسونو ته حاضر او ځان په علمي ګاڼه سمبال کړي او ټينګار يې وکړ چې بايد ټول محصلين په ښه او ډاډه زړه خپل د دریسي چاري مخته يوسي.
د پوهنتونونو مسؤلینو هم محصلینو ته په اداري او تدريسي چارو کي د کيفيت د پام ساتني او د نظم او ډیسپیلن برخي ته د پوره پام ډاډ ورکړ.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۶ هــ ق.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.