د هلمند له مرکزي زندان څخه ۱۷۰ تنه په نشیې توکو روږدي کسان تر درملني وروسته خوشي سول:

  نن ورځ سې شنبه د هلمند له مرکزي زندان څخه ۱۷۰ تنه چي په مخدره توکو روږدي وه تر درملني او بشپړي روغتیا وروسته خوشي سول. د زندانیانو د خوشي کولو په مراسمو کي د هلمند مرکزي زندان مرستیال مولوي عبدالستار ( رحماني) د زندان مسولینو او ژورنالیستانو ګډون درلود. د مرکزي محبس مرستیال […]

 

نن ورځ سې شنبه د هلمند له مرکزي زندان څخه ۱۷۰ تنه چي په مخدره توکو روږدي وه تر درملني او بشپړي روغتیا وروسته خوشي سول.

د زندانیانو د خوشي کولو په مراسمو کي د هلمند مرکزي زندان مرستیال مولوي عبدالستار ( رحماني) د زندان مسولینو او ژورنالیستانو ګډون درلود.

د مرکزي محبس مرستیال مولوي عبدالستار ( رحماني) د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال خوښي وښوده او په مخدره موادو روږدو کسانو ته یې د روغتیا او ددې ناوړه نشې څخه د ژورغولو مبارکي وړاندي کړه.

ښاغلي رحماني وویل چي د اسلامي امارت د زندانونو د مسولینو په غوښتنه یې د مخدره توکو پلورونکي او په نشه روږدي کسانو د نیولو لړۍ پیل کړې ده چي د اسلامي امارت په راتګ سره یې زرګونه په نشیې توکو روږدي کسان نیولي دي او تر درملني وروسته یې خوشي کړي دي.

ښاغلي (رحماني ) زیاته کړه چي د اسلامي امارت د محبس  مسولینو د استخباراتو سره په همږغۍ د لښکرګاه ښار په بېلابېلو سېمو کي تر ۲۰۰ زیات د مخدره موادو پلورونکي ( ساقیان)  نیولي چي دا لړۍ لا هم دوام لري دده په خبره چي هغه کسان چي غیري قانوني کړني ترسره کوي نیول کېږي او د قانون منګلو ته به سپارل کېږي.

خوشي سویو زندانیانو د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال خوښي وښوده او زیاته یې کړه چي نور به مخدره توکي استعمال نه کړي ددوی په خبره چي د اسلامي امارت د ځواکونو سره به په همکارۍ په  نشه د روږدي کسانو نیولو کي همکاري وکړي او هیڅوک به پرې نږدي چي دا ناوړه توکي وکاروي .

د یادوني وړ ده چي دا لومړی ځل نه دی چي دهلمند له مرکزي زندان څخه په نشې روږدي کسان خوشي کېږي تر دې وړاندي هم په نشو اخته زرګونه کسان تر درملني وروسته خوشي سوي دي.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۹ هــ ق