د هلمند سیندیزي حوزې لوی ریاست کي د چارو د سمون او همږغۍ په موخه اداري مجلس دایر شو

د هلمند سیندیزي حوزې لوی ریاست کي نن له غرمې مخکي د چارو د سمون او همږغۍ په موخه اداري مجلس دائر شو په یاده غونډه کي د افغانستان د اسلامي امارت لپاره  د هلمند سیندیزي حوزې لوی ریاست رئیس قاري عبدالهادي، د یادي ادارې تخنیکي مشاور انجینر غلام یحیی څرګند، د انجینري خدماتو آمر […]

د هلمند سیندیزي حوزې لوی ریاست کي نن له غرمې مخکي د چارو د سمون او همږغۍ په موخه اداري مجلس دائر شو

په یاده غونډه کي د افغانستان د اسلامي امارت لپاره  د هلمند سیندیزي حوزې لوی ریاست رئیس قاري عبدالهادي، د یادي ادارې تخنیکي مشاور انجینر غلام یحیی څرګند، د انجینري خدماتو آمر انجینر خان آقا، د هلمند فرعي سیندیزي حوزې رئیس محمد یعقوب قایم، د فرعي سیندیزي حوزې تخنیکي مشاور کریم الله صفت  اویو شمیر اداري کارمندانو ګډون کړی وو.

په غونډه کي د پیل خبري د هلمند د سیندیزي حوزې لوی ریاست سرپرست رئیس قاري عبدالهادي وکړې، قاري صاحب د دندو او مسؤلیتونو پر ارزښت او په دندو کي د اخلاص او ایماندارۍ توصیه ټولو کارمندانو ته وکړل.

ورپسې د هلمند دسیندیزي حوزې لوی ریاست د انجنیري خدماتو آمر انجینر خان آقا د ټولو کارمندانو په نماینده ګۍ قاري صاحب او د غونډي ګډوانوال ته په کارونو کي دپوره اخلاص او ایماندارۍ او هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د غونډي په وروستیو شېبو کي د هلمند سیندیزي حوزې لوی ریاست پخوانۍ رئیس او اوسنی تخنیکي سلاکار (انجینر غلام یحیی څرګند) د خپل درې کلن ماموریت د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه ترتیب کړی سمینار ګډونوالو ته وړاندي کړ.

 

نېټه؛۱۴۴۳/۴/۲۳ هـ ق