د هلمند د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان د یو پلاوي په مشرۍ د نیمروز ولایت د سرحدي سیمو څخه لیدنه وکړه:

نن ورځ سې شنبه د هلمند ولایت د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان محترم تقي صاحب د یولوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د نیمروز ولایت سرحدي سیمو ته د هوا د لاري سفر وکړ.   دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي په دې پلاوي کي د محترم تقي صاحب سره ددې قول اردو درستیزوال  محترم […]

نن ورځ سې شنبه د هلمند ولایت د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان محترم تقي صاحب د یولوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د نیمروز ولایت سرحدي سیمو ته د هوا د لاري سفر وکړ.

 

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي په دې پلاوي کي د محترم تقي صاحب سره ددې قول اردو درستیزوال  محترم حاجي انصاري مولوي صاحب،د سرحدي لېوا قوماندان محترم حاجي فرهادي صاحب،د یاد قول اردو د کشف او استخباراتو مرستیال محترم منصور مولوي صاحب او ګڼ شمېر نورو مسئولینو هم ملتیا کوله.

 

خبر زیاتوي چي محترم تقي صاحب د نیمروز ولایت چاربرجک ولسوالۍ ته ولاړی او هلته یې ددې ولایت د سرحدي سیمو څخه نظارت او لیدنه وکړه.

نوموړي د سرحدي سیمو د مسئولینو او سرحدي ځواکونو سره د نږدې ولیدل او پر بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره بحث او خبري وکړې.

د سرحدي ځواکونو مسئولینو ښاغلي قوماندان صاحب ته د سرحدونو د امنیت،حفاظت،او نورو اړینو مواردو په اړه بشپړ معلومات ورکړه او د خپل راتلونکو امنیتي پلانونو او تاکتیکونو په اړه یې لازم تشریحات وړاندي کړه.

ښاغلي تقي صاحب د سرحدي ځواکونو مېړانه،سرښندنه،خدمت او فعالیتونه وستایل او هغوی ته یې لازمي لارښووني او سپارښتني وکړې.او  همداراز یې د ډک دسیمي او کمال خان بند څخه هم نظارت وکړ.

نوموړي د هېواد د سرحدونو او ملي شتمنیو ساتنه،حفظ او مراقبت د نظام او په ځانګړي ډول د نظامي ځواکونو سترمسئولیت،اسلامي او وطني دنده وبلل او په دې اړه یې اغېزناکه خبري وکړې.

 

نېټه:۱۴۴۳/۹/۲۵ هــ ق