نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو مدیریت له لوري د هلمند جمناستیک ورزشي کلب له مسؤل، استادانو او شاګردانو سره غونډه وکړه. په غونډه کي د ځوانانو چارو مدیریت کارکوونکو، د یاد کلب مسؤل، استادانو او ورزشکارانو ګډون درلود. د غونډي په پیل کي لومړی د یاد کلب […]
نن د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو مدیریت له لوري د هلمند جمناستیک ورزشي کلب له مسؤل، استادانو او شاګردانو سره غونډه وکړه. په غونډه کي د ځوانانو چارو مدیریت کارکوونکو، د یاد کلب مسؤل، استادانو او ورزشکارانو ګډون درلود.
د غونډي په پیل کي لومړی د یاد کلب استاذ ښاغلي اغاولي “محمدي” درنو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه.
وروسته د ځوانانو چارو مدیر ښاغلي عبدالباري”حنظله” د غونډي ګډونوالو ته هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه چي ځوانان د ملت د ملا د تیر حیثیت لري او د کلب له استادانو یې مننه وکړه چي پخپلو ورزشي فعالیتونو سره یې ځوانان له نشو او نورو ناوړه کارونو څخه راګرځولي همداراز یې د یاد کلب استادانو ته د هر ډول ممکنه همکارۍ ډاډ ورکړ.
وروسته د غونډی نورو ګډونوالو هم د ورزش پر اهمیت او ګټو ویناوي وکړې. د پروګرام په وروستیو کي د کلب د ورزشکارانو لخوا تمرینات او نمائشات وړاندي سوه.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۴ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.