نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون د شنبې ورځ د هلمند د مرکزي محبس څخه ۲۱تنه هغه بندیان چي د بېلابېلو جرمونو په تور د اسلامي امارت لخوا زنداني سوي وه. د ټاکلي مودې بند تېرولو وروسته پداسې حال کې خوشي اوخپلوکورونوته ستانه سول.چې د خوشې کېدو پروخت يې د استېناف څارنوالۍ سرپرست ریس محترم مولوي عبدالجبارهجرت صاحب، دیاد […]
پرون د شنبې ورځ د هلمند د مرکزي محبس څخه ۲۱تنه هغه بندیان چي د بېلابېلو جرمونو په تور د اسلامي امارت لخوا زنداني سوي وه. د ټاکلي مودې بند تېرولو وروسته پداسې حال کې خوشي اوخپلوکورونوته ستانه سول.چې د خوشې کېدو پروخت يې د استېناف څارنوالۍ سرپرست ریس محترم مولوي عبدالجبارهجرت صاحب، دیاد زندان مسئولینو، اومجاهدینو حضوردرلود.
پرهمدې مهال ښاغلي هجرت مولوي صاحب له خوشي سوو بندیانو وغوښتل ،چي له دې وروسته په ټولنه کې د ښه ژوند کولو لاره غوره کړي. د ناوړه کړنو پرځای په قوي عزم سره نېک ،اسلامي اوشرعي چلند ته مخه کړي.
بل خوا خوشي سوي زندانیان هم خوښ دي چي داسلامي امارت لخوا خوشي سول.
دوی دبند تېرولو په موده کې دمحبس دمسئولینو د نېک چلند څخه قدرداني کوي خوټینګارکوي ،چې له دې وروسته به دهیڅ ډول جرم ترسره کولو هڅه ونه کړي.
خوشي سوي زندانیان دټولني دنورو وګړو هم غوښتنه کوي چې دیوبل سره نېک اوښه چلند وکړي ترڅو په راتلونکي کې د دوی د سرنوشت سره مخ نسي.
د یادوني وړ ده ،چي د هلمند مرکزي زندان کې سلګونه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور اوس هم زنداني دي،چي ډېری یې د نشه یی توکو د کاروني په تور په دې محبس کي شپې او ورځي تېروي.
نېټه :۱۴۴۳/۴/۲۳ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.