د هلمند د مرکزي او جنوبي ولسواليو د حالاتو د څېړلو لپاره ۱۱ کسيز پلاوی بهرامچې ولسوالۍ ته ورسېد :

  نن د شنبې په ورځ د هلمند ولايت مقام لخوا ټاکل سوی ۱۱ کسيز هيئت سرحدي ولسوالۍ بهرامچې ته ورسېد. ياد هيئت چي مشري يې د هلمند والي مشاویر شريف مولوي صاحب کوي په خپل سفر کي به له ۹ جنوبي او مرکزي ولسواليو څخه ليدنه او څارنه کوي چي نن د خپل سفر […]

 

نن د شنبې په ورځ د هلمند ولايت مقام لخوا ټاکل سوی ۱۱ کسيز هيئت سرحدي ولسوالۍ بهرامچې ته ورسېد.

ياد هيئت چي مشري يې د هلمند والي مشاویر شريف مولوي صاحب کوي په خپل سفر کي به له ۹ جنوبي او مرکزي ولسواليو څخه ليدنه او څارنه کوي چي نن د خپل سفر په شروع کي بهرامچې ولسوالۍ ته ورسېد.

په ياد سفر کي د هلمند والي د مشاویر ترڅنګ د امنيه قومندانۍ استازی مفتي صاحب، د استخباراتو استازی واحديار صاحب، د محاکمو استازی غازي مولوي صاحب، د محابسو استازی محمد مولوي صاحب، د تعليم او تربیې استازی قاري مسلم صاحب، د ښاروالۍ استازی محترم محب مولوي صاحب، د صحت استازی خياط صاحب او د اطلاعاتو او فرهنګ استازی مجروحي مولوي صاحب هم شامل دي.

دغه استازي به د مرکزي او جنوبي ولسواليو د مسؤلينو او ولسي خلګو سره وګوري د هغوی د ستونزو او غوښتنو په اړه به له دوی سره خبري وکړي همدارنګه به د دوی ستونزي او غوښتني تر ولايتي ادارې پوري ورسوي چي په همدې موخه نن د ياد سفر په شروع کي بهرامچې ولسوالۍ ته ورسېدل.

ياد استازي به د بهرامچې ولسوالۍ د مسؤلينو او خلګو سره هلته د شته ستونزو او غوښتنو او دهغوی پر حل لارو خبري وکړي او د دوی غوښتني او مشکلات به تر مسؤلینو پوري ورسوي.

نېټه؛۱۴۴۳/۶/۵ هــ ق