د هلمند د درنو جرمونو سره د مبارزې نوي مدیر په دنده پیل وکړ

  نن د دوشنبې په ورځ د هلمند امنیه قومندانۍ کې د یوې غونډي په ترڅ کې مولوي فضل الباري سعادت صاحب د اداري فساد او د درنو جرمونو پر وړاندي د مبارزي ریاست له لوري په هلمند ولایت کې د فساد او درنو جرمونو پر وړاندي د مبارزي د سرپرست مدیر په حیث معرفي او […]

 

نن د دوشنبې په ورځ د هلمند امنیه قومندانۍ کې د یوې غونډي په ترڅ کې مولوي فضل الباري سعادت صاحب د اداري فساد او د درنو جرمونو پر وړاندي د مبارزي ریاست له لوري په هلمند ولایت کې د فساد او درنو جرمونو پر وړاندي د مبارزي د سرپرست مدیر په حیث معرفي او رسمآ یې په دنده پیل وکړ.

غونډه د حافظ عبدالقیوم ارشاد له لوري د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل سوه.

د غونډي په پیل کې دامنیه قوماندۍ استازي حقمل مولوي صاحب خبري وکړې د اداري فساد سره یې پر جدي مبارزې  ټينګار وکړ او د هلمندي ولسونو یې غوښتنه وکړه چې له دي مدیریت سره د جرمونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د درنو جرمونو سره د مبارزي نوي مدیر مولوي فضل الباري سعادت چي د کار د پیل په غونډه کې یې خبرې کولې ژمنه وکړه چې ورسپارل سوی مسؤلیت به د اسلام او قانون په چوکاټ کې مخته وړي او تر هېڅ ډول فشار لاندې به رانه‎ سي.

مولوي فضل الباري سعادت زیاته کړه چې د ادارې فساد سره مبارزي ،اختلاس، د دولتي ادارو څخه د اسنادونو غلا کول، د قانون د حاکمیت څخه سرغړونه او په شخصي چارو کې له دولتي امکاناتو او رسمي وخت څخه ناوړه ګټه پورته کولو ته به لومړیتوب ورکوي.
ده همداراز زیاته کړه چې د جعلي اسنادو جوړول ، د دندو پر مهال د قومي، سمتي،مذهبي،ګوندي،جنسیتي او د شخصي ملحوظاتو شاملولو په تور که کوم کسان ونیول سول عدلي او قضایې ارګانونو ته به ور وپېژندل سي.
د درنو جرمونو سره د مبارزي نوي مدیر له خلګو او مجاهدینو غوښتنه وکړه چي د فساد پر وړاندي په دې سپڅلي مبارزه کې د دې مدیریت سره همکاري وکړي او د فساد پر وړاندي مبارزه کې دي هر وګړی خپل مسولیت اداکړي.

نېټه؛۱۴۴۳/۶/۷ هــ ق.