نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره ورځ د هلمند ولایت د ترافیکو مدیریت د کارمندانو ترمنځ د ښاري نظم د تنظیم او اداري چارو د چټکتیا په موخه غونډه وسوه. په غونډه کي د ترافیکو د مدیر حاجي ملا احمد اخندزاده په شمول د یاد مدیریت اداري کارمندانو ګډون درلود. د ناستي پیل د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو […]
تېره ورځ د هلمند ولایت د ترافیکو مدیریت د کارمندانو ترمنځ د ښاري نظم د تنظیم او اداري چارو د چټکتیا په موخه غونډه وسوه.
په غونډه کي د ترافیکو د مدیر حاجي ملا احمد اخندزاده په شمول د یاد مدیریت اداري کارمندانو ګډون درلود.
د ناستي پیل د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره وسو، ورپسې د ترافیکو مدیر حاجي ملا احمد اخندزاده خپله وینا پیل کړه، نوموړي د ترافیکو مدیریت ټولو کارمندانو ته سپارښتنه وکړه ترڅو خپلو دندو او مسؤلیتونو ته متوجه سي او پخپلو کارونو کي غفلت ونکړي، د خپلي دندي څخه ناوړه ګټه وانخلي، پروخت خپلو دندو ته حاضر سي او تل د ښاري نظم په برابرولو کي زیار وباسي.
وروسته د ترافیکو مدیریت د تنظیم امر الحاج سردارمحمد (ولي زاده) د نوي کال کاري پلانونه د کارمندانو سره شریک کړه.
په غونډه کي پرېکړه وسوه چي د یو ګډ پلان له مخي به ټولي هغه لاري خلاصیږي چي وسایطو او دسړک د غاړي پارکینګونو بندي کړي دي
دغونډی په وروستیو کي د ترافیکو مدیر ځیني نوي مسؤلین هم وټاکل او دوی ته یې په خپلو دندو کي د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۵ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.