نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د حذفي جام په وروستۍ لوبه کي عصمت لغماني لوبډلي د ۳ پر ۰ ګولونو په ورکولو سره د نوي ياران لوبډلي ته ماته ورکړه. دا حذفي جام چي شاوخوا دوې میاشتي مخکي د هلمند فوټبال فدراسیون لخوا په لاره اچول سوی وو. پکښي اولس -۱۷- غوره او الف لوبډلو ګډون […]
نن د حذفي جام په وروستۍ لوبه کي عصمت لغماني لوبډلي د ۳ پر ۰ ګولونو په ورکولو سره د نوي ياران لوبډلي ته ماته ورکړه.
دا حذفي جام چي شاوخوا دوې میاشتي مخکي د هلمند فوټبال فدراسیون لخوا په لاره اچول سوی وو.
پکښي اولس -۱۷- غوره او الف لوبډلو ګډون کړی وه.
په ننۍ لوبه کي د عصمت لغماني لوبډلي لپاره اسدالله رضايي دوه او سردار محمد زيرک يو ګول ترسره کړ.
د حذفي جام غوره لوبغاړی ميراغا مسلم، ډير ګول وهونکی لوبغاړی نصيراحمد نظري او غوره ګول ساتونکی بسم الله الهام وو چي د هلمند فوټبال فدراسيون لخوا ډالۍ ورکړل سوې.
پدی اختتامیه لوبه کي د زیات شمیر مینه والو په شمول مشرانو او ځوانان د لوبي لیدو لپاره لوبغالي ته راغلی وه.
د یادوني وړ ده چي هلمندي ورزشکاران په دې وروستیو کي روزمره لاسته راوړني لري، ځکه دوی اوس کولای سي له کوم ډار او ویري پرته په ارامه او سوله ییزه فضاء کي خپل ورزشي فعالیتونه ترسره کړي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۳ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.