نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دوی د یوې پراخي غونډي پر مهال وویل اسلامي امارت یوازینی نظام دی ، چي د اهل تشیع د اوسیدونکو لپاره يې د امنیت کار او نورو برخو کي هر ډول اسانتیاوې رامنځ ته کړي دي. پرون جمعه تر ماپښین وروسته په هلمند کي د اهل تشیع او اسلامي امارت د ځايې مسولینو ترمنځ […]
دوی د یوې پراخي غونډي پر مهال وویل اسلامي امارت یوازینی نظام دی ، چي د اهل تشیع د اوسیدونکو لپاره يې د امنیت کار او نورو برخو کي هر ډول اسانتیاوې رامنځ ته کړي دي.
پرون جمعه تر ماپښین وروسته په هلمند کي د اهل تشیع او اسلامي امارت د ځايې مسولینو ترمنځ یوه پراخه غونډه جوړه سوې وه ، په دې غونډه کي د اهل تشیع ګڼ شمیر علماء او مخورو ګډون کړی وو.
دوی د اسلامي امارت په راتګ سره د ټول افغانستان په کچه د یوه ښه نظم او امن ستاینه وکړه، او زیاته يي کړه ، چي اوس مهال اهل تشیع تر بل هر وخت په امن کي دي ، او د یوه ارام او هوسا ژوند ساه يې اخیستې ده.
شیخ تقدسي ، شیخ محمد یونس موسوي ، او زاهدې په دې غونډه کي د تیر حکومت پر کړنو نیوکه وکړه ، او له نوې اسلامي نظام سره يې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
د ولایتي شورا مسؤل مولوي محمدعیسی شریف صاحب، د استخباراتو مرستیال معصومي مولوي صاحب، او دامنیه قوماندانۍ استازي هم په دې غونډه کي ګډون کړی وو.
ولایتي اداري یو ځل بیا اهل تشیع ته د دوی د ښه امنیت ، ستونزو او غوښتنو ته پر وخت د رسیدګی ډاډ ورکړ ، او وي ویل چي اسلامي امارت يوازي د اهل تسنن نه بلکه د ټولو مذهبونو لپاره خدمتګار دی.
هلمند کي ګڼ شمیر اهل تشیع ژوند کوي چي په بېلا بېلو تجارتي او نورو حرفوي کارونو بوخت دي ، چي د اسلامي امارت په راتګ سره يې د ټولو اوسیدونکو ژوند خوندي او له پوره امن څخه برخمن سوی دی.
داهل تشیع استازي وایي چي د اهل تشیع او اسلامي امارت د مسولینو ترڅنګ غوره او نږدې اړیکي رامنځ ته سوي دي.
نېټه؛۱۴۴۳/۵/۷ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.