نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند په فرهنګي مرکز کي د ځوانانو چارو رياست د خپلو فعالیتونو د چټکتیا په موخه غونډه وکړل چي پکښي د ياد مديريت د کارمندانو ترڅنګ، ځوانانو، شاعرانو او نعت خوانانو هم ګډون کړی وو. د غونډي پيل د مولوي عبدالغفار (مجروحي) لخوا د قرانکريم د سپېڅلو اياتونو په تلاوت سره وسو، وروسته […]
د هلمند په فرهنګي مرکز کي د ځوانانو چارو رياست د خپلو فعالیتونو د چټکتیا په موخه غونډه وکړل چي پکښي د ياد مديريت د کارمندانو ترڅنګ، ځوانانو، شاعرانو او نعت خوانانو هم ګډون کړی وو. د غونډي پيل د مولوي عبدالغفار (مجروحي) لخوا د قرانکريم د سپېڅلو اياتونو په تلاوت سره وسو، وروسته مولوي محمد نور محمدي نعماني صاحب ځوانانو ته ددوی د مسؤليتونو په اړه وينا وکړه او دوی ته يې لازمي سپارښتني وکړې. وروسته د شاعرانو او نعت خوانانو لخوا ترتيب سوي شعرونه، نعتونه او ترانې پر ګډونوالو ولورول سوې. د غونډي په وروستيو کي د ځوانانو د پرمختګ مدير عبدالغفار سعيد (حقاني) لخوا ځوانانو ته ډاډ ورکړل سو چي د ځوانانو په علمي او فکري روزنه کي به ترخپله وسه هلي ځلي کوي ترڅو د علم په ګاڼه سمبال ځوانان ټولني ته وړاندي کړي همدارنګه حقاني د غونډي د ګډونوالو له راتګ څخه مننه وکړل او ددوی راتګ يې خپل وياړ وګڼی. ياده غونډه د مولوي محمد نور محمدي نعماني صاحب لخوا په دعائيه وينا پای ته ورسېده.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۲ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.