د هرات کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پیښي له امله ۲ تنه ژوبل سوي:

  نن د هلمند ولایت اړوند د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کي د محمد کریم پمپ ته څېرمه د هرات کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پيښي له امله ۲ تنه زخمیان سوي. د باختر خبري اژانس په حواله دغه پېښه د یوه عراده سراچه موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته سوې چي […]

 

نن د هلمند ولایت اړوند د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کي د محمد کریم پمپ ته څېرمه د هرات کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پيښي له امله ۲ تنه زخمیان سوي.
د باختر خبري اژانس په حواله دغه پېښه د یوه عراده سراچه موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته سوې چي په نتیجه کي یې دوه تنه موټرسایکل سپاره ژوبل سوي.
یاد زخمیان د سراچه موټر د خاوند له لوري د تداوۍ په موخه لومړی د ګرشک ولسوالۍ مرکزي روغتون ته انتقال سوي وروسته یې ددغه روغتون د ډاکټرانو په هدایت د لښکرګاه اړوند بست روغتون ته انتقال کړي.

د یادوني وړ ده چي د ګرشک ولسوالۍ ترافیکو امریت مسؤلین د پیښي ځای ته رسېدلي ددغه پیښي مکمله څېړنه یې کړې او ټکر سوی وسایل یې امریت ته انتقال کړی.
راپور: باختر اژانس

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲ هـ ق