نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د بادغيس د اطلاعاتو کلتور ريس مولوي بازمحمد سروري وايې دغه مسافر د هرات څخه بادغيس خواته روان و چې تيره ورځ د زياتي واورې اوريدو له امله د هرات خواته بند پاته دي. هغه وايې ولايت مقام د مسافرو ژغورلو لپاره چورلکې هم را وغوښتي خو د هوا خرابوالي له امله ونه توانيده […]
د بادغيس د اطلاعاتو کلتور ريس مولوي بازمحمد سروري وايې دغه مسافر د هرات څخه بادغيس خواته روان و چې تيره ورځ د زياتي واورې اوريدو له امله د هرات خواته بند پاته دي.
هغه وايې ولايت مقام د مسافرو ژغورلو لپاره چورلکې هم را وغوښتي خو د هوا خرابوالي له امله ونه توانيده چې مسافر وژغوري. مولوي سروري وايې که څه هم چې د دغه مسافرو د مړينې آوازه خپره شوې خو تر اوسه ژوندي دي.
هغه وايې د ولايت مقام له لوري د دغه مسافرو د ژغورلو لپاره د اړونده برخو کاروان تللی او هڅه کوي چې و يې ژغوري. نوموړی وايې دغه مسافرو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
نوموړی وايې دغه راز قادس ولسوالۍ کې يو پلار او زوي چې د هرات څخه بادغيس ته روان وه د واورې او طوفان له امله يې پلار خپل ژوند له لاسه ور کړي خو زوي يې د سيمې اوسيدونکو له لوري ژغورل شوی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.