د نیمروز ګمرک عواید د ورځې له ۲۰ څخه تر ۳۰ میلیونه افغانیو پوري رسیږي

  زرنج د نیمروز ولایت د ګمرک رئیس آخوند زاده محمد “معاذ” د باختر خبري آژانس سره د مرکې پرمهال وویل: ددې ولایت د ګمرک ریاست عواید د ورځې په اوسط ډول د ۲۰ څخه تر ۳۰ میلیونه افغانیو پوري رسیږي.” ښاغلي معاذ پخپلو خبرو کې کې د عوایدو د ډیریدو په تړاو زیاته کړه: […]

 

زرنج

د نیمروز ولایت د ګمرک رئیس آخوند زاده محمد “معاذ” د باختر خبري آژانس سره د مرکې پرمهال وویل: ددې ولایت د ګمرک ریاست عواید د ورځې په اوسط ډول د ۲۰ څخه تر ۳۰ میلیونه افغانیو پوري رسیږي.”

ښاغلي معاذ پخپلو خبرو کې کې د عوایدو د ډیریدو په تړاو زیاته کړه: د افغانستان د اسلامي امارت د راتګ سره سم، هېڅ ډول اداري فساد ندی تر سره سوی او نه هم سته، په داسي حال کې، چې په تېر نظام کې د اداري فساد کچه خپل اوج ته رسیدلې وه.

د ګمرک رئیس زیاته کړه، تجارانو ته زیاتي آسانتیاوي رامنځته سوي او په چټکي سره د دوی کارونه سرته رسیږي او همدارنګه د ورځې تر سلو عرادو هم د زیاتو موټرانو کارونه سرته رسیږي.

په ورته مهال د نیمروز ولایت د تجارت او پانګوني اتاق رئیس، الحاج عبيدالله “نورزى” وايي، په ګمرک کې ډيري زياتي آسانتياوي او بدلونونه رامنځه سوي دي او کارونه په چټکي سره تر سره کيږى هيڅ ادارى فساد وجود نه لري په داسي حال کې چې په تير نظام کې د فساد کچه ډیره لوړه وه.

ښاغلى نورزي زياته کړه، هر څومره، چې د پانګوالو لپاره آسانتياوي رامنځه سي؛ راکړه ورکړه زياتيږى.

د یادوني وړ ده، چې د نیمروز ګمرک یو له هغو ګمرکونو څخه دی، چې د ایران هېواد سره د وريښم پُل له لارې رسمي پوله لري د فراه او هرات د ګمرکونو په پرتله، بندرعباس او چابهار بندرونو ته په کم واټن کې موقعیت لري او د نیمروز د ګمرک عواید د مالیې وزارت پر عوایدو باندي ښه اغېزه لري.