نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زرنج ـ د رجب ۱۴مه/د سلواغې ۲۷مه د باختر خبري آژانس د خبر پر بنست، د نيمروز د پوهنتون استادانو په داسې حال کې، چې د لوړو زده کړو وزارت استازي هم حضور درلود د افغانستان د کنګل سوو پيسو د خلاصون او د امریکې د ولسمشر د وروستي پریکړې په غبرګون کې […]
زرنج ـ د رجب ۱۴مه/د سلواغې ۲۷مه
د باختر خبري آژانس د خبر پر بنست، د نيمروز د پوهنتون استادانو په داسې حال کې، چې د لوړو زده کړو وزارت استازي هم حضور درلود د افغانستان د کنګل سوو پيسو د خلاصون او د امریکې د ولسمشر د وروستي پریکړې په غبرګون کې د علمي پریزینټیشن د وړاندي کولو وروسته لاریون هم ترسره کړ.
د نیمروز پوهنتون رئیس ، عبدالجلیل “محمدي” په یادې غونډې کې وویل: د نیمروز پوهنتون استاذان د امریکا د ولسمشر جوبایډن دغه وروستی پرېکړه په کلکه غندي او زیاته یې کړه: امریکې او متحدینو یې له افغانستان وروسته پر نورو اسلامي هېوادونو هم بریدونه وکړل او د اسلام د له منځه وړلو لپاره یې ډیري هڅې کړي.
ورپسې استاد عبدالحمید “رستمي”په افغانستان کې د اسعارو د کنګل کیدو د منفي اغېز په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: دغه کړنه د، د اقتصادي زوال او د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د کمیدو لامل ګرځي.
د نيمروز پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت استازي مولوي محمد صديق “بني کمال” د امريکې د ولسمشر جوبايډن وروستى اقدام وغندی او ويې ويل: موږ بايد د اسلام له تاريخ او د افغانستان له سياسي تاريخ څخه زده کړه وکړو چې لويديځ هېوادونه د اسلام د درک توان نلري او د اسلامي هېوادونو خپلواکۍ نه غواړي.
ښاغلي بني کمال همدا راز وویل : د اسلامي هېوادونو او مشهورو بنسټونو څخه غوښتنه وکړه ترڅو د دغه پریکړې په تړاو خپل ږغ پورته کړي او همدا ظالمانه عمل وغندي.
همدارنګه استاد اسدالله “حنفي” او استاد ظاهرشاه “رحماني” هم د امریکې د ولسمشر پریکړه وغندل.
د یادونې وړه ده، چې د نيمروز د پوهنتون د علمي کادرونو لخوا د جوبایډن د وروستۍ بریکړي د غندلو په موخه پرېکړه ليک ولیکل سو او لاسليک هم سو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.