نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زرنج ـ دریمه خور ۴ مه ـ لیندۍ ۱۹ مه د نیمروز والي، ملا نجیب الله “رفیع” پداسي حال کې، چې مرستیال والي غلام نبي “عثماني” د استخباراتو رئیس حافظ غلام الله ” فاتح” او د یو شمېر اداراتو مسؤلینو ورسره ملتیا کوله د دې ولایت کنګ ولسوالۍ ته سفر وکړ او په هغه […]
زرنج ـ دریمه خور ۴ مه ـ لیندۍ ۱۹ مه
د نیمروز والي، ملا نجیب الله “رفیع” پداسي حال کې، چې مرستیال والي غلام نبي “عثماني” د استخباراتو رئیس حافظ غلام الله ” فاتح” او د یو شمېر اداراتو مسؤلینو ورسره ملتیا کوله د دې ولایت کنګ ولسوالۍ ته سفر وکړ او په هغه غونډې کې یې وینا وکړه، چې د ولسوالۍ علماوو، قومي مخورو او ځوانانو هم ګډون کړی وو.
په پیل کې د کنګ ولسوالۍ د جامع جومات خطیب مولوي عبدالأحد “خطیب” خبري وکړي د ښه راغلاست او د راتګ په مناسبت د مننې ترڅنګ یې د دې ولسوالۍ د امنیت په ټینګښت خوښي څرګنده کړه او د یو شمېر ستونزوه د یادونې پرمهال یې د رهبري پاملرنه وغوښتل.
د نیمروز والي ملا نجیب الله ” رفیع ” د دې ولسوالۍ د ولسونو د پوره همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ګاونډي هېواد سره پر پوله باندي رامنځته سوې سوء تفاهم، چې دوي اونۍ مخکې وو د نظام د رهبري لخوا په وخت سره حل سو، تاسو باید پوره ډاډمن اوسئ، چې موږ تر هڅه وړاندي د ګاونډیانو سره د اقتصادي راکړي ورکړي په موخه د ولسونو د هوساینې لپاره تل تفاهم او هوکړي ته ژمن یو.
د نیمروز والي زیاته کړه، دا د هر افغان حق دی، چې په هره سیمه کې کار وکړي نو، پدې ولسوالۍ او سرحدي پولي باندي د کار کولو هیڅ ډول خنډ باید رامنځته نسي.
ښاغلي “رفیع” ملي ګټو ته په اشاري وویل، ملي ګټي/منافع د ټولو افغانانو پوري مربوط کیږي لازمه ده، چې مسؤول او غیر مسؤول افعانان خپل ملي مسایلو ته پاملرنه وکړي.
د نیمروز والي، ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې ستاسو ستونزو ته په وخت سره رسیدګۍ کیږي او د دوی څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په وروستیو کې د نیمروز د استخباراتو مرستیال، مولوي محمد نادر ” رحیم الله “د دې ولسوالۍ و ولسونو ته په خطاب کې وویل، د ګاونډي هېواد سره د ښو اړیکو د ټینګښت او د ښه امنیت د راویستلو په برخه کې ستاسو د تېر په څېر پوره همکارۍ غواړو.
د استخباراتو مرستیال همدا راز وویل: هغه توکي او اجناس، چې د نظام لخوا بند سوي او ممنوع اعلانو سوي دي، باید پر پولي باندي د راکړي ورکړي څخه یې ډډه وسي.
دا پداسي حال کې ده، چې د نیمروز والي او مل پلاوي دریو نورو ولسوالیو ته هم، د عمومي وضعیت ارزونې په پار سفرونه کړي؛کنګ څلورمه ولسوالۍ ده، دا تر ټولو نږدې ولسوالۍ ده، چې ډیره سیمه یې د ګاونډي هېواد ایران سره ګډه پوله لري.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.