نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زرنج، د څلورمې خور ۵ مه / د مرغومي میاشتي ۱۸ مه د نیمروز ولایت مقام، اداري غونډه د دې ولایت د والي ملا نجیب الله “رفیع” تر مشري لاندي د ادارو د رئیسانو په ګډون ترسره سوه. دغه اداري غونډه، چې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره سوه، د […]
زرنج، د څلورمې خور ۵ مه / د مرغومي میاشتي ۱۸ مه
د نیمروز ولایت مقام، اداري غونډه د دې ولایت د والي ملا نجیب الله “رفیع” تر مشري لاندي د ادارو د رئیسانو په ګډون ترسره سوه.
دغه اداري غونډه، چې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره سوه، د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه، وروسته والي، ملا نجیب الله “رفیع” رئیسانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د اداري کارونو د چټکتیا په موخه کچیري هره اداره مسلکي انجینیرانو ته اړتیا ولري وړاندیز دې ولیکي ترڅو منظور سي او د دې وروسته به په وخت سره د اداراتو ستونزو ته رسیدګۍ کیږي.
د نیمروز والي، وویل: دا چې په زرنج ښار کې د روږدو(په نشه یی توکو اخته) کسانو شمېر زیات سوې، په راتلونکي کې د ترک اعتیاد روغتون هم پرانیستل کیږي ترڅو د روږدو کسانو کچه په زرنج ښار، کې ټېټه سي.
په پاي کې پر یو شمېر نورو مسائلو بحث وسو او لازم تصامیم ونیول سوه، غونډه د دُعا په ویلو سره پایته ورسیده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.