د نیمروز ولایت له ورزشکارانو سره  ناسته ترسره شوه

زرنج ـ ۱جمادی الاول  ـ ۱۵ لیندې نن دوشنبه د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دفتر کې له ورزشکارانو سره غونډه ترسره شوه. د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب الله الهام د ورزشکارانو راتګ ته ښه راغلاست وویل او له ورزشکارانو سره يې خپل ملاتړ او همکاري اعلان […]

زرنج ـ ۱جمادی الاول  ـ ۱۵ لیندې

نن دوشنبه د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دفتر کې له ورزشکارانو سره غونډه ترسره شوه.

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب الله الهام د ورزشکارانو راتګ ته ښه راغلاست وویل او له ورزشکارانو سره يې خپل ملاتړ او همکاري اعلان کړه او ورزش يې د خلکو ترمنځ د يووالي وسيله وبلله.

ښاغلي الهام همداراز زیاته کړه؛  د اسلامي امارت په حکومت کې د څوکۍ غوښتنه نه کیږي بلکې ورکول کیږي، په همدې موخه عبدالشکور نوابی دبدني روزنې د آمر  په توګه معرفي شو.

د اسلامي امارت نظام موخه  دولس خدمت دی، په اتحاد کې د ټولنې خدمت کول دي.