د نیمروز ولایت د ګروندګرو د پرلپسې غوښتنو پر اساس، د کمال خان بند څخه یوه اندازه اوبه ایله کړل سوې

  زرنج، د څلورمی خور ۱۶ مه/ د مرغومي ۲۹ مه د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مفتی حبیب الله(الهام)  د باختر خبري آژانس خبریال ته د یادي موضوع اړوند داسی وویل: د نیمروز ولایت د ګروندګرو د پرلپسې غوښتنو وروسته، چې د خپلو ځمکو د خړوبولو په پار یې، د ولایت مقام […]

 

زرنج، د څلورمی خور ۱۶ مه/ د مرغومي ۲۹ مه

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مفتی حبیب الله(الهام)  د باختر خبري آژانس خبریال ته د یادي موضوع اړوند داسی وویل: د نیمروز ولایت د ګروندګرو د پرلپسې غوښتنو وروسته، چې د خپلو ځمکو د خړوبولو په پار یې، د ولایت مقام څخه کولې، د اوبو او انرژۍ وزارت سره په همږغۍ باندي، تیره ورځ د کمال خان بند څخه یوه اندازه اوبه، په هلمند سیند کې را ایله کړل سوې.

د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس همدارنګه وویل،  دا چې د نیمروز د کروندګرو د کښت او کروندي  موسم همدا اوس دی، نو له همدې امله د کمال خان بند څخه د ضرورت پر اساس کروندګرو ته اوبه را ایله کړل سوې، او د را ایله سوو اوبو څخه د لشکري کانال د سربند څخه یو مقدار اوبه  ایران هیواد ته هم اوړي.

ښاغلي الهام همداراز زیاته کړه، کله، چې د کمال خان بند وتړل سو، د نیمروز ولایت د کښت او کروندی پر ځمکو باندی اوبه بندي سوې.

د کمال خان بند د هلمند پر سیند باندی د نیمروز د مرکز زرنج ښار جنوب اړخ ته، په ۹۵ کیلومټري کې موقعیت لري.