نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زرنج، د څلورمې خور ۱۷ مه / د مرغومي میاشتي ۳۰مه د نیمروز ولایت، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، جلب او جذب او سمع شکایاتو سرپرست رئیس پداسي حال کې، چې د استخباراتو د ریاست مرستیال، د امنیت آمر، د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې او اقتصاد رئیسانو او د زرنج ښاروال […]
زرنج، د څلورمې خور ۱۷ مه / د مرغومي میاشتي ۳۰مه
د نیمروز ولایت، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، جلب او جذب او سمع شکایاتو سرپرست رئیس پداسي حال کې، چې د استخباراتو د ریاست مرستیال، د امنیت آمر، د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې او اقتصاد رئیسانو او د زرنج ښاروال هم ګډون درلود د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو د علمای کرامو او د مساجدو له خطیبانو سره د لا زیاتو همږغیو، یووالي او د دوه اړخیزو همکاریو په موخه ناسته وکړه.
دغه ناسته، چې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د غونډو په تالار کې ترسره سوه، د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه.
وروسته د نیمروز ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست رئیس، مولوي عبدالغفار “سباوون” په ټولنې کې د علمای کرامو پر اهمیت او شتون خبري وکړي او وویل، دیني عالمان د ټولني د وګړو لارښوونکي دي او کولای سي ټولنه سمي لاري ته و هڅوي.
ښاغلي “سباوون” همدارنګه وویل، علما او د مساجدو خطیبان د ټولني او د نظام د مسؤولینو ترمنځ د پُل حیثیت لري او د سیمي د هرې برخي په تړاو پوره معلومات لري او کولای سي د ستونزو د رامنځته کولو پرمهال د اړوندو مسؤولنیو سره خبري وکړي.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر رئیس علماوو ته په خطاب کې وویل، مسؤولین هر وخت ستاسو ارزښتناکو نظریاتو او وړاندیزونو ته اړتیا لري، ځکه اوس دښمن هڅه کوي ترڅو د د ملت او مسؤولین ترمنځ واټن رامنځته کړي.
وروسته د دې ولایت د استخباراتو د ریاست مرستیال ملا رحیم الله هم خبري وکړي او د علماوو او خطیبانو څخه د نظام د ملاتړ او د عامه افکارو د جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
یاده غونډه د دُعا په ویلو سره پایته ورسیدله.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.