د نیمروز ولایت، د مسافر وړونکو موټرانو په اډه کې کوچني دکي ایسته کړل سوې

  زرنج، د څلرمې خور ۲۲مه/ د سلواغي میاشتي پنځمه   تېره ورځ   په نیمروز ولایت کې د زرنج ښاروالۍ له لوري د مسافر وړونکو  په مرکزي اډې کې هغه دکې/ غیر رسمي هټۍ، لاسي ګاډي او په لرګیو پوښل سوي مؤقتي کوچني هټۍ،  د صرافي مېزونه، چایخاني او په مؤقتي توګه جوړ سوي خوړنځایونه […]

 

زرنج، د څلرمې خور ۲۲مه/ د سلواغي میاشتي پنځمه

 

تېره ورځ   په نیمروز ولایت کې د زرنج ښاروالۍ له لوري د مسافر وړونکو  په مرکزي اډې کې هغه دکې/ غیر رسمي هټۍ، لاسي ګاډي او په لرګیو پوښل سوي مؤقتي کوچني هټۍ،  د صرافي مېزونه، چایخاني او په مؤقتي توګه جوړ سوي خوړنځایونه لېري سوې، چې د سیمي د ګڼې ګوڼې لامل ګرځیدې او ټرافیکي ستونزي یې جوړولي.

 

د زرنج ښاروال مولوی نورالدین “حمزه”، چې د همدې کار څخه څارنه کوله موخه یې په ورته سیمه کې د پاکولو ترڅنګ د ښار ښکلا یادوي او وایي، چې ښار مونږ ته د کور حیثیت لري، لازمه ده ترڅو خپل کور پاک وساتو.

 

د زرنج ښاروال همدارنګه، د سوداګرو، هټیوالو، پلورونکو او د ښاریانو څخه د ښاري نظم د جوړولو په موخه د همکارۍ هیله وکړه.

 

په ورته مهال د سیمي هټۍ وال وايي، چې دا ډول پاک کاري د ښار ښکلا زیاتوي، په همدې سیمه کې، چې مسافر ډیر دي، ګڼه ګوڼه کمیږي او هغه ترافیکي پېښی، چې خامخا د یوې اونۍ په جریان کې رامنځته کیدلي ځکه  کمیږي، چې لاره خلاصه سوه.

 

د نیمروز ولایت، د مسافر وړونکو موټرانو اډه/ نمایندگی د زرنج ښار ختیځ لور ته موقعیت لري او د همدې سیمي کوچنيو هټیو د ‌ډیري مودې راهیسي په یاده سیمه کې فعالیت کاوه.