د نیمروز والي د خپل مرستیال او امنیه قومندان سره پر ځینو مهمو موضوعاتو، بحث تر سره کړ

  زرنج ـ د رجب ۱۹ مه/ د کب ۲ مه   نن دوشنبه د غرمې مخکې د نیمروز ولایت والي ښاغلي ملا نجیب الله “رفیع” د مرستیال والي ښاغلي ملا محمدنبي “عثماني” او امنیه قومندان ښاغلي الحاج سردارمحمد “ایوبي” سره د ولایت مقام کې، پر مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث ترسره کړ.   یاد […]

 

زرنج ـ د رجب ۱۹ مه/ د کب ۲ مه

 

نن دوشنبه د غرمې مخکې د نیمروز ولایت والي ښاغلي ملا نجیب الله “رفیع” د مرستیال والي ښاغلي ملا محمدنبي “عثماني” او امنیه قومندان ښاغلي الحاج سردارمحمد “ایوبي” سره د ولایت مقام کې، پر مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث ترسره کړ.

 

یاد بحث کې  پر بېلا بیلو موضوعاتو لکه امنیتي، تجارتي، د مؤسساتو سروې، ترانسپورتي او سرحدي مسایلو باندي خبرې تر سره سوي، او د ذکر سوو موضوعاتو اړوند ضروري تصمیمونه ونیول سول.