نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د نیمروز والي، ملا نجیب الله ” رفیع ” پداسي حال کې، چې مرستیال والي غلام نبي “عثماني” او د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو ورسره ملتیا کوله، خاشرود ولسوالۍ ته سفر وکړ. د نیمروز والي، او ورسره مل پلاوي په پیل کې د دې ولسوالۍ په جامع جومات کې په جوړې سوي […]
د نیمروز والي، ملا نجیب الله ” رفیع ” پداسي حال کې، چې مرستیال والي غلام نبي “عثماني” او د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو ورسره ملتیا کوله، خاشرود ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د نیمروز والي، او ورسره مل پلاوي په پیل کې د دې ولسوالۍ په جامع جومات کې په جوړې سوي غونډې کې، چې علماوو، قومي مخورو او ځوانان هم ګډون درلود وکتل.
غونډه د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه، وروسته مولوي ولي احمد، مولوي نظرمحمد آغا او ملا نارنج آخوند د دې ولسوالۍ د علماوو او قومي مشرانو په استازیتوب خبري وکړي او د ښه راغلاست او مننې ترڅنګ یې د ولایت مقام څخه یې د خپلو ستونزو د حلیدو هیلې وکړي، دوی د دې ولسوالۍ د ځوانانو لپاره د کار پر ګمارلو، د نیمروز مرکز غورغوري ته د انتقال او همداراز ددې ولسوالۍ پر انکشافي برخو د پام وړ خبري وکړي.
وروسته د نیمروز والي ملا نجیب الله ” رفیع ” خبري وکړي او و یې ویل: هغه امکانات، چې زموږ سره په واک کې سته، د هغو پر اساس به ستاسو ستونزو ته په ټاکل وخت رسیدګۍ کیږي.
د نیمروز والي پخپلو څرګندونو کښې عالمان د پیغمبرانو وارثین یاد کړل او له دوی نه یې په کاري بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په آخیر کښې د نیمروز والي، ملا نجیب الله ” رفیع” زیاته کړه، اساسي موخه مو د الله ج رضای تر لاسه کول، ټولنې ته خدمت او د ظلم او فساد سره مبارزه ده.
دا پداسي حال کې ده، چې تېره ورځ د نیمروز والي دلارام ولسوالۍ ته هم سفر درلود.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.