د نیمروز والي، او ورسره مل پلاوي دلارام ولسوالۍ ته سفر وکړ

د لیندۍ ۱۶ مه   د نیمروز والي ملا نجیب الله ” رفیع” پداسې حال کې، چې د ولایت مقام معاون عثماني صاحب او د یو شمېر ادارو مسؤلینو ورسره ملتیا کوله د دې ولایت دلارام ولسوالۍ ته د عمومي وضعیت ارزونې په موخه سفر وکړ.   د نیمروز والي ملا نجیب الله “رفیع” او […]

د لیندۍ ۱۶ مه

 

د نیمروز والي ملا نجیب الله ” رفیع” پداسې حال کې، چې د ولایت مقام معاون عثماني صاحب او د یو شمېر ادارو مسؤلینو ورسره ملتیا کوله د دې ولایت دلارام ولسوالۍ ته د عمومي وضعیت ارزونې په موخه سفر وکړ.

 

د نیمروز والي ملا نجیب الله “رفیع” او ورسره مل پلاوي په پیل کې په هغه جوړه سوي ولسې غونډه کې ګډون وکړ، چې د ولسوالۍ علماوو او عامو خلکو جوړه کړې وه او ګډون یې هم درلود.

 

ویناوالو د والي او پلاوي راتګ ته د ښه راغلاست او مننې  ترڅنګ د اوسنې نظام څخه د ملاتړ د اعلان وروسته یو شمېر ستونزې او غوښتنې د پلاوي سره شریکي کړي او د حل هیله یې وکړه.

 

د نیمروز والي، ملا نجیب الله ” رفیع ” د غونډې د ګډونوالو د زغم او راتګ څخه د مننې ترڅنګ وویل: اوسنی رهبري هرې ولسوالۍ ته ځانګړې پام لري او ستاسو غوښتنو او ستونزو ته امکاناتو ته په کتو رسیدګۍ کیږي.

 

والي، همداراز د ولسونو څخه  د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه

 

“په ورته مهال د نیمروز والي ددې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ او لیوا څخه هم څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې لازم هدایت ورکړ”.

 

دلارام ولسوالي د نیمروز ولایت یوه مهمه، استراتیژیکه او د هرات ـ کندهار پر عمومي لاره پرته ولسوالي ده، چې ګڼ شمېر ولایتونه او ولسوالۍ سره نښلوي.