د نیمروز له شاعرانو سره ناسته وسوه

  زرنج، د رجب میاشتي ۲۰مه / د کب درېمه د باختر آژانس د خبر له مخې، د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام پخپل کاري دفتر کې، ددې ولایت د یو شمېر شاعرانو سره وکتل. ښاغلي الهام شاعرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، شاعران د  ټولنې اړین پوړ دی، […]

 

زرنج، د رجب میاشتي ۲۰مه / د کب درېمه

د باختر آژانس د خبر له مخې، د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام پخپل کاري دفتر کې، ددې ولایت د یو شمېر شاعرانو سره وکتل.

ښاغلي الهام شاعرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، شاعران د  ټولنې اړین پوړ دی، چې کولاي سي د عامه افکارو په جوړښت کې اړین رول ولوبوي.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس زیاته کړه، ا.ا.ا د ټولو هغو شاعرانو، لیکوالانو او ادیبانو ملاتړ کوي، چې د اسلام مبارک دین او افغاني ارزښتونو ته په درناوي لیکني او شاعري کوي.

شاعرانو د خوښۍ په څرګندولو سره په همدې ډګر کې د هر اړخیزو همکاریو غوښتنه وکړه.
د ناستې په پای کې د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل، چې په راتلونکي کې به هره میاشت د ریاست لخوا، یوه مشاعره جوړیږي هیله ده ټول پراخه ګډون وکړ