د نیمروز د عامي روغتیا رئیس، د زرنج ښار له مشهورو خطیبانو او ملا امامانو سره ناسته وکړه

  د نیمروز ولایت د عامي روغتیا رئیس، مولوی عبدالله او مرستیال یې حافظ مطیع الله “منیب” د زرنج ښار له شمېر مشهورو، خطیبانو، ملا امامانو او علماوو سره د پولیو د واکسین د ښه تطبیق او ښاریانو ته د عامه پوهاوي ورکولو په موخه د دې ریاست د غونډو په تالار کې ناسته وکړه. […]

 

د نیمروز ولایت د عامي روغتیا رئیس، مولوی عبدالله او مرستیال یې حافظ مطیع الله “منیب” د زرنج ښار له شمېر مشهورو، خطیبانو، ملا امامانو او علماوو سره د پولیو د واکسین د ښه تطبیق او ښاریانو ته د عامه پوهاوي ورکولو په موخه د دې ریاست د غونډو په تالار کې ناسته وکړه.

دغه ناسته، چې د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل سوه، په پیل کې د عامي روغتیا رئیس مولوي عبدالله علماوو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په دې برخه کې د دوی رول مهم وګڼل او د ډیرو همکاریو غوښتني وکړي.

ورپسي د عامي روغتیا مرستیال حافظ “منیب” هم د علماوو د رول پر مهموالي خبري وکړي، همدارنګه یې د پولیو او کرونا واکسینونو پر اهمیت، نړیوالتوب او په افغانستان کې د شته مثبتو پیښو پر موجودیت او ورسره د اړینو  صحي مبارزو پر ټولو اړخونو هراړخیزي ویناوي وکړي.

په پای کې د پولیو په برخه کې دد نړیوال همکار سازمان استازي د پولیو او کرونا په اړه د عامه پوهاوی  او واکسین پر ارزښت هم خبري او لازمي لارښووني وکړي؛غونډه د علماوو د وړاندیزونو  او مشورو تر اوريدولو وروسته د دعاء په ویلو سره پایته ورسېده.