د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبرتیا

  د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پام کې لري، چې د ترنم په ډګر کښې د هیواد په کچه، د خوږ ژبو او نوموتو نعت ویونکو په ګډون، ستره مشاعره تر سره کړي، نو د ټولو علمای کرامو، شاعرانو، لیکوالانو، ځوانانو  د علم او ادب مینه والو او د ټولو ښاریانو څخه په […]

 

د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پام کې لري، چې د ترنم په ډګر کښې د هیواد په کچه، د خوږ ژبو او نوموتو نعت ویونکو په ګډون، ستره مشاعره تر سره کړي، نو د ټولو علمای کرامو، شاعرانو، لیکوالانو، ځوانانو  د علم او ادب مینه والو او د ټولو ښاریانو څخه په خورا درنښت هیله کېږي، چې په راتګ سره دې مشاعري ته ښکلا وروبخښئ.

ځانګړي میلمانه:
د افغانستان د اسلامي امارت تکړه نعت خوان او د ترنم په ډګر کې ځلانده ستوري، الحاج ملا فقیر محمد درویش او ورسره ملګري هر یو ځوان او خوږ ژبي نعت خوانان مولوی عبدالعزیز عزیزي او مولوي حکمت الله حکیمی.

آدرس: زرنج ښار، د افغانستان بانک څلور لاري ته څېرمه، د ګودام ګاراج د فوټبال چمنی.

وخت او نېټه: د جمعې ورځ، د سلواغې ۱۵ مه، د سهار له ۹ بجو څخه بیا تر ۱۲ بجو پوري.