د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د دې ولایت له یو شمېر ځوانانو سره وکتل

د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مفتي حبیب الله الهام په خپل کاري دفتر کې د زرنج ښار له یو شمېر فعالو ځوانانو سره وکتل.   په پیل کې ځوانانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور رئیس خبري وکړي او ځوانانو ته یې د اوسنې نظام د اهدافو او موخو په […]

د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مفتي حبیب الله الهام په خپل کاري دفتر کې د زرنج ښار له یو شمېر فعالو ځوانانو سره وکتل.

 

په پیل کې ځوانانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور رئیس خبري وکړي او ځوانانو ته یې د اوسنې نظام د اهدافو او موخو په تړاو هر اړخیزي خبرې وکړي او وې وویل، چې ځوانانو په ټولنه کې د ملا د تېر حیثیت لري او لازمه ده، ترڅو د د دیني مقدساتو،  نظام او ټولني په  وړاندي خپل ستر مسؤولیت ادا کړي.

 

ښاغلي الهام ځوانانو ته په خطاب کې وویل، ستاسو د نیکو کړنو ریاست ملاتړ کوي او تاسو باید هغه کړني ترسره کړئ، چې ټولنه ورته اړتیا لري.

 

ناستو ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس،  د ارزښتناکو خبرو په تائید سره د هر اړخیزو همکاریو ډا‌ډ وړاندي کړو.