نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د نیمروز یو شمېر قومي مشرانو د دې ولایت له والي ملا نحیب الله “رفیع” سره د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ولیدل. حاجی غلام محمد نورزی، حاجی محمد یوسف بارکزی او حاجی محمد رباني د نیمروز د قومي مشرانو په استازیتوب د اوسنې نظام د ملاتړ ترڅنګ په ښار کې د خوراکي […]
د نیمروز یو شمېر قومي مشرانو د دې ولایت له والي ملا نحیب الله “رفیع” سره د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ولیدل.
حاجی غلام محمد نورزی، حاجی محمد یوسف بارکزی او حاجی محمد رباني د نیمروز د قومي مشرانو په استازیتوب د اوسنې نظام د ملاتړ ترڅنګ په ښار کې د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو، بازارچې د بندیدو، ټرافیکي ستونزو او لشکری کانال ستونزې د ولایت مقام سره شریکې کړې او د حل غوښتني یې وکړي.
د نیمروز والي ملا نجیب الله “رفیع” قومي مخورو ته د ښه راغلاست او مننې ترڅنګ وویل، د تاریخ په اوږدو کې قومي مشران خاص رول لوبولی او کولای سي، چې په راتلونکي کې هم ښه رول ولوبوي ښاغلي رفیع وویل، د اصولو په چوکاټ کې هر ډول همکاریو ته ژمن یو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.