د نیمروز، د فول رزم ورزشکاران وستایل  شول

د دریمي خور ۶ مه/ د لیندۍ ۲۲ مه د نیمروز درو تنو د فول رزم ورزشي رشتي لوبغاړو، چې د لوېدیځي حوزي په سیالیو کې لومړي مقامونه ترلاسه کړي وه، نن د نیمروز د بدني روزني د آمریت له لوري ستاینلکونه او جایزې ورکړل شوي دغه ستاینغونډه، چې د نیمروز د بدني روزنې په […]

د دریمي خور ۶ مه/ د لیندۍ ۲۲ مه

د نیمروز درو تنو د فول رزم ورزشي رشتي لوبغاړو، چې د لوېدیځي حوزي په سیالیو کې لومړي مقامونه ترلاسه کړي وه، نن د نیمروز د بدني روزني د آمریت له لوري ستاینلکونه او جایزې ورکړل شوي

دغه ستاینغونډه، چې د نیمروز د بدني روزنې په آمریت کې جوړه سوې وه، پکښي د اطلاعات او کلتور ریاست استازي، د بدني روزنې سرپرست آمر عبدالشکور “نوابي”، د فول رزم فدارسیون ولایتي مسؤل غاور “صدیقي”، یو شمېر ورزشکارانو او ځوانانو ګډون کړي وو.

پدغه ستاینغونډې کې ویناوالو په وار سره خبري وکړي او د مبارکۍ ترڅنګ یې د لازیاتوو بریاوو هیلي وکړي.

د فول رزم ورزشي رشتي سیالۍ، چې دوي اوني مخکي د زابل په ولایت کې د اوو/۷ ولایتونو ترمنځ په لاره اچول سوي وې، د نیمروز او زابل د ورزشکارانو د ګډون سربیره، د کندهار، هلمند، هرات، کابل او د غزني ورزشکارانو هم برخه اخیستې وه

د فول رزم په  آزادو سیالیو کې د نیمروز لخوا عبدالبصیر خواجه، امید اسماعیل زی او احمدشاه محمدي لومړي مقامونه ترلاسه کړي او نن یې په یوې ځانګړي غونډي کې د بدني روزنې د آمریت له لورې و هر مقام ګټونکي ته یو ستاینلیک او نوري جایزي ورکړل سوې خو په ورته مهال دوی وایي: کچیري موږ ته ځانګړې پاملرنه وسي د هېواده بهر هم لاسته راوړني ترلاسه کولاي شو.